د چين د بين المللي راډيو دخبريال د خبر له مخې هند او پاکستان د دسمبر په اومه نيټه په نوي ډيلي کې د کشمير د دوو مرکزونو د سريناګار او مزاظفراباد ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د مسئلې په باب د نوي پړاو خبرې اترې وکړې ٠ د هند د اخباروالاو د خبر له مخې په نوموړو خبرو اترو کې د هند له خوا يو نوي پيشنهاد وړاندي شوي دي ٠ د دغه پيشنهاد له مخې په دي لاره کې د پاسپورټ په ځاي د مسافرينو د تګ راتګ د اجازه نامې سيستم اجرا شي ٠ له دي امله چه په کشميري سيمه کې دواړه خواوي ټول نوموړي سيستم نه دي جوړ کړي ، نو اجازه نامه بايد د يو بل هيواد د لوي سفارت له خوا وويشل شي ٠ نوموړي مسئله د هند له خوا د تير کال په اکتوبر کې وړاندې شوې ده ٠ د نوموړي مسئلې په باب د څو پړاو خبرو اترو نه وروسته تر اوسه پوري د مسافرينو د هويت د محدوديت په هکله د دواړو خواوو ترمنځ اختلاقونه لا هم موجودي دي ٠
|