د سي ار اي راډيو د خبريال د خبر لمخې د چين د خارجه وزرات نطاقې جيا چي يوې د رواني مياشتې په اومه نيټه په بيجينګ کي خبريالانو ته وويل چه چين د افغانستان دسوله ايز بهير او بيا رغاونې په برخه کي د تر لاسه شويو موفقيتونو څخه خوښي څرګندوي ٠ د معلوماتو لمخې د چين د خارجه وزارت مرستيال لي حيوي د چين د حکومت د خاصي استازي په حيث په کابل کي د جمهوررييس حامد کرزي د سوګند خوړلو په مراسمو کي ګډون وکړ او د هغه هيواد د ملت بابا ظاهر شاه او د انتقالي دولت د مرستيال خليلي او خارجه وزير عبدالله عبدالله سره هم کتنې وکړې ٠ نطاقې زياته کړه چه چين د افغانستان د سوله ايز بهير او بيا رغاونې ملاتړ کوي او باور لري چه په افغانستان کي بالاخره دايمي سوله او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي ٠