<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-07 20:49:41    
د افغانستان منتخب جمهوررئيس حامد کرزی سوګند وخوړ ( نوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د افغانستان منتخب جمهوررئيس حامد کرزی د دسمبر په اوومه نيټه په کابل کښی سوګند وخوړ٠ د چين د حکومت د خاص استازی او د خارجه وزير د مرستيال لی هوۍ په مشرۍ حکومتی هئيت د حامد کرزی د سوګند خوړلو په مراسمو کښی ګډون درلود ٠

حامد کرزی د سوګند له خوړلو نه وروسته يوه وينا وکړه ، هغه وويل چه د افغانستان نوی حکومت به د قوانينو له مخی د هيواد د اداره کولو او د انسانی حقوقو د ساتلو دپاره کوششونه وکړی ، په مداومه توګه به د تروريزم په ضد پاليسی تطبيق کړی او له افغانستان څخه يو داسی هيواد اباد کړی کوم چه له ازادۍ او سعادتمنۍ څخه به ډک وی او منزلت او حاکميت ولری٠ دغه راز هغه له افغانستان څخه د بين المللی ټولنې د ملاتړ نه مننه وويله او هيله يی څرګنده کړه چه بين المللی ټولنه دی په راتلونکی وخت کښی په مداومه توګه د افغانستان له بيا ابادۍ او انکشاف سره مرستې وکړې ٠

د امريکې د جمهوررئيس د مرستيال ديک چينی په شمول د نورو بيلا بيلو هيوادونو او بين المللی سازمانونو څه دپاسه يو سلو پنځوسو نماينده ګانو هم په نوموړو مراسمو کښی برخه واخيستله ٠