د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان فوځی مقاماتو د دسمبر په اتمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل چه پاکستان په همدې ورځ سهار په ازمويښتی ډول د ځمکی نه ځمکی ته د منځنی واټن يو بالستيک توغندی وتوغاوه چه اټومی ګولۍ له ځان سره وړلی شی٠
په نوموړی اعلاميه کی ويل شوی چه نوموړی توغندی د شاهين يو ډول بالستيک توغندی دی او د پاکستان لخوا پخپله جوړه شوه ٠ د پرواز واټن ئی اوو سوو کليوميترو ته رسېږی ٠
په نوموړی اعلاميی کی زياته شوی چه د دې ازموينې هدف د پاکستان د ملی دفاع ټينګتيا ده او پاکستان د توغولو دمخه ګاونډيو هېوادونو ته خبر ورکړيدی٠