<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-08 17:10:36    
د فرانسوي ژبې زده کول اوس د چينايانو رسم اوقت ګرزيدلي دي

cri

سږکال د چين او فرانسي ترمنځ کلتوري کال دي ٠ په بيجينګ کې د فرانسي کلتوري مرکز په جوړيدو سره د فرانسي د رسم اوقت اړوند بيلا بيل نندارتونونه د چين په بيلا بيلو ځايونو کې جوړ شوي دي او په دي ترڅ کې مخ په زياتيدونکي چينايان په تيره بيا په بيجينګ ، شانګهاي او داسي نورو لويو ښارونو کې ډيرو زياتو خلکو د فرانسوي ژبې له زده کولو سره زيات مينه پيدا کړي دي ٠

د بيجينګ په يوويشتم ښونځي کې د فرانسوي ژبي درس ددوو مياشتو له پاره پيل شوي ، ددي ښونځي زده کونکي ما سه يانګ خبريال ته وويل چه ځک زه دغې ښونځي ته داخل شوم ، هدف مي دا دي چه د لوړو تحصيلاتو له پاره فرانسې ته لاړ شم ٠ فرانسه يو پرمختللي هيواد دي ٠ په فرانسه کې د زده کولو نه وروسته به په چين کې يو ښه کار پيدا کيداي شي ٠ د دغې ښونځي رئيسې ميرمن جاو جن جي وويل چه د ٢٠٠٠ کال له پيل نه په دي ښونځي کې د فرانسوي ژبي د زده کړې ټولګې جوړي شوي اوس په دي ښونځي کې په څه د پاسه يو زرو تنو زده کونکو کې په سلو کې شل برخه د فرانسوي ژبي په زده کولو بوخت دي ٠

اوو کالو نه مخکې د چين په برخه ايزو منځنيو ښونځيو کې د فرانسوي ژبي درسونه پيل شوي ، په هغه وخت کې د چين د دولت د رئيس چيان ځه مين او د فرانسي جمهوررئيس چيارک ترمنځ په يوه ملاقات کې فيصله وشوه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ د پرمخبيولو له پاره د دواړو هيوادونو په منځنيو ښونځيو کې د يو بل هيواد د ژبې درسونه جوړ شي ٠ د وروستيو کلونو نه راهيسي د چين او فرانسې د دواړو هيوادونو بهرنيو او تعليمي څانګو د نوموړي پلان د ترسره کولو له پاره ډير کوششونه کړي دي ٠ اوس د چين په بيجينګ او شانګهاي ښارونو کې د اته ويشتو ښونځيو څه د پاسه درې زره تنه زده کونکي په فرانسوي ژبه زده کړه کوي ٠ په چين کې د فرانسي د لوي سفارت په اړه د فرانسوي ژبي د تدريس د پروګرام اړوند مسؤل ښاغلي ارناود ساوساس په چين کې د فرانسوي ژبې د پراختيا په نسبت ډير رضايت څرګنده کړې ده ٠ هغه وويل چه له عمومي نظره زه په چين کې د فرانسوي ژبې د پرمختيا په نسبت رضي يم ٠ خو څلورو کالو نه مخکې کله چه زه د لومړي خل له پاره چين ته راغلي ، په چين کې د فرانسوي ژبې زده کونکي ډير لږ و ، خو اوس مخ په زياتيدونکو چيني خلکو خصوصأ زيات شمير ځوانانو په فرانسوي ژبه زده کړي او کوي يي٠ اوس په چين کې د څه د پاسه شپږو سوو پوهنتونونو او پوهنځيو نه په پنځه ديرشو کې د فرانسوي ژبې تدريس ترسره شوي دي ٠ پنځوس کلنه ميرمن لان ون د انګليسي ژبې ترجمه کونکې ده ، اوس هغه د فرانسوي ژبې د زده کولو له پاره هره شنبه د بيجينګ عالي دارالمعليمن ته ځي ٠ هغه وويل چه د زياتې ژبې زده کول يو ډير ښه کار دي ، که زه په فرانسوي ژبه پوه شوم ، زما د کار رياقت به نور نو زيات شي ٠ اوس په چين کې پرته د يو شمير عالي مدرسونو نه د فرانسوي ژبې د ورزده کولو په هکله نور خاص روزونکي مرکزونه هم شته چه په دي کې ځيني د فرانسويانو او ځيني د چينايانو له خوا جوړ شوي دي ٠ د وروستيو کلونو نه راهيسي د چين او فرانسي ترمنځ د تګ راتګ او تماسونو په زياتيدو سره هغه چينايان چه د لوړو تحصيلاتو له پاره فرانسي ته تللي ، هم مخ په زياتيدو دي ٠ ويل کيږي چه اوس د روانې فرانسوي ژبې ويل د چينايانو نوي رسم وقت ګرزيدلي دي ٠