<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-08 17:23:00    
د افغانستان د ځينو ژبو او لهجو قاموس

cri

پښتو ټولنې دخپل تاسيس له وخته تراوسه ډير کتابونه چاپ کړيدی چه د ضرورت او اهميت په لحاظ ځينی ښه او ډير ښه دی .

دا کتاب له هماغه کتابونو څخه دی چه د پښتو ټولنې له مرام سره ټينګ او نژدې تعلق لری او د کيفيت په لحاظ ورته ډيرښه ويلی شوو .

په دې کتاب کی د افغانستان د اريايی ژبو ډير لغتونه راغونډ شويدی چه لوستونکی د دې هيواد له څو ژبو سره اشنا کوی او سربيره په دې له هغو کسانو سره هم ښه مرسته کوی چه ژبو نيلې او ريښې پلټې او په څبنيو څيړنو بوخت دی .

مونږ د دې کتاب مرحوم او فاضل مولف شاه عبدالله بدخشی او د هغه ملګرو ته په ډير ښه او درانه نظر ګورو چه دغه ښه او مهم اثر يی مونږ ته پريسی دی . د دې کتاب په بشپړتيا او تکميل کی د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې او ځينو نورو غړو څه موده زيار ويوست چه د پښتو ژبې لغات يی ورسره زيات کړه او د دغې اضافی په وجه د کتاب قيمت او اهميت نور هم زيات شو .

څنګه چه مرحوم مولف د کتاب په مقدمه کی ليکلی دی د پاميری ژبو په لغاتو او کلماتو کی چينی داسی توری شته چه په فارسی کی نشته او په پښتو کی شته له ( ټ څ ځ ډ ړ ږ ښ ڼ ) په همدغه وجه دغه پښتو توری د دی قاموس په ليکلو کی په کار شوی دی او د دغو تورو وجود داښيی چه پښتو ژبه او دغه ژبې ښه وشو چه د پښتو ټولنې له خوا په دغه قاموس کی پښتو لغات هم زيات کړی شوه او د ژبو د مقايسې او پرتلې دپاره زمينه ښه مساعده شوه .

د پښتو ادبياتو تاريخ

دا د پښتو د ادبياتو د تاريخ دوهم ټوک دی چه په ١٣٢٤ه ش کال کی پياوړی مولف عبدالحی حبيبيی په لومړی ټوک پسی ليکلی او په ١٣٢٩ه ش کی دکابل مجلې په ګڼو کی پر له پسی خپور شوی دی .

د پښتو ټولنې د ادبياتو څانګې ښاغلی مدير محمد حسن ساپی له کابل مجلو نه راغونډ کړ او اوس د کتاب په صورت ښاغلی لوستونکو ته د استفادې دپاره وړاندی کيږی .

د دې کتاب لومړی ټوک په ١٣٢٠کال کی د ادبياتو د هوهنځی له خوا د درسی کتاب په حيث چاپ او په درس کی شامل شو .

ښايی چه د دې ټوک په خپريدو هغه درسی سلسله پراختيا ومومی او د ادب محصلينو ته هم ګټور ثابت شی ږ

دا ټوک د اسلام له لومړيو وختونو تر ١٠٠٠ه پوری د پښتو ادب رنګ او ډول ښيی او د مستندو تاريخی واقعاتو په رڼا کی ليکل شوی دی .

د تاريخ څيړنو او پلټنو په لحاظ دا کتاب ډير مهم دی او په ډيرو مهمو ټکو رڼا اچوی . د ادبې تحليل برخه يی هم د اعتنا وړ ده چه مولف پکی د ښه حق خاوند او حقدار ګڼلی شو ، مګر تاريخی څيړنې يی پر ادبې څيړنو درنی او مهمې دی .

په اوسنی وخت کی چه د ماذونو او مدارکو نيمګړتيا ته ګورو او دغه حال په نظر کی نيسو ، بايد ووايو چه د مولف څيړونکی طبيعت او د ډيرې مودې تاريخی مطالعاتو ده ته د دغو اثارو په ليکلو له نورو نه د وړاندې والی او قدامت حق ورکړی او د پښتو په علمی او ادبی پالنه کی يی د ډيرې ښې برخې خاوند کړی دی .