<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-08 20:39:19    
پاکستان وويل چه د هغه هيواد لخوا د توغندې ازمويښتی توغونه به د پاکستان او هند پر سوله ايزو خبرواترو باندی اغيزه و نه کړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان حکومت د دسمبر په اتمه نيټه دا څرګنده کړه چه د همدې ورځې په سهار د پاکستان د پوځ لخوا د توغندې ازمويښتی توغول به د پاکستان او هند پر اوسنيو سوله ايزو خبرواترو باندی منفی اغيزه و نه کړی ٠

د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نطاق مسعود خان وويل چه د توغندې د ازمويښتی توغولو په برخه کښی د پاکستان هدف د شاهين - لومړی لمبر د باليستيکې توغندی د تخنيکی پارامتر د معاينه کول دی او له نتيجې څخه څرګنديږی چه د دی توغندی بيلا بيل تخنيکی پارامتر د ډيزائن له مخی له معيار سره سمون خوری٠