د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د هند صدراعظم منموهن سينګ د دسمبر په ٩مه نيټه د هند په مرکز نوی ډيلی کی څرګنده کړه چی هند به د پاکستان سره د خبرو اترو دپاره کوشش وکړي او غواړی چی د پاکستان سره د ټولو عمده دوه اړخيزو مسئلو په باب بحث وکړی په دی شرط چی پاکستان په هندی شمير کی د تروريستی نفوذ د مخنيولو په هکله وعده پوره کړي .
د هند د مطبوعاتی ذارايعو د خبر سره سم د هند صدراعظم سينګ د امريکی د ملی دفاع له وزير دونلد رامسفيلد سره چی هند ته ئی سفر وکړ ، د خبرو اترو په وخت کی نوموړی وينا وکړه . هغه دا تکراره کړه چی هند به په جنوب أسيا کی د سولی ، ثبات او امنيت د تامين په هکله خپله وعده سر ته ورسوی .
سينګ او رومسفيلد هم د امريکی او هند تر منځ د روابطو ، د افغانستان او عراق د حالاتو په باب د نظريو تبادله وکړه .