<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-11 17:28:10    
د غمۍ په نامه غر او د له شان په نامه ډبرينه لويه بودايي مجسمه

cri
ګرانو دوستانو چين ته دسفر په ننني خپرونه کې به د غمۍ په نامه غر او د له شان په نامه ډبرينه لويه بودايي مجسمه تاسو ته وړاندې کړو ٠
د سي څوان ولايت د چين په جنوب لويديځ کې واقع دی ، عمومي مساحت يې څه دپاسه څلور لکه اتيا زره مربع کيلومتره دی او د خلکو شمير يې اتيا مليونو تنو ته رسيږي ٠ مرکز يي د چنګ دو ښار دی ، چنګ دو ښار يو تاريخي او کلتوري مشهور ښار دی ، په دې سيمه کې زيات تاريخي اثار او د ليدو وړ ځايونه شته ، د بيلګې په توګه د غمۍ په نامه غر او د له شان په نامه لويه ډبرينه مجسمه د ليدو وړ دي ٠
د غمۍ غر او د له شان ډبرينه لويه بودايي مجسمه د چين په جنوب لويديځ کې د سي څوان په ولايت کې واقع دي ٠ د غمۍ غر اصلي څوکه وان فو دين په نامه ياديږي او لوړوالی يې ٣٠٩٩ متره دي ٠ دا غر د ډيرو ښکلو طبيعي منظرو او بودايي معبدونو د شتوالي له امله د چين په دننه او بهر کې شهرت موندلی دی ،
د غمۍ په غر کې راز راز بيولوژيکي قسمونه شته ، په دې سيمه کې د نيمې تودې منطقې نباتي سيستم رامنځته شوی دی او پر مځکو باندې د ځنګلونو د پوښولو ميزان په سلو کې ٨٧ ته رسيږي ، په دې سيمه کې ٣٢٠٠ ډوله نباتات موجود دي چې شمير يې د چين د نباتاتو د عمومي شمير لس فيصدي نيسي چې له دې جملې څخه څه دپاسه سل ډوله نباتات د غمۍ په نامه ټاکل شوي دي ٠ دغه راز د غمۍ په غر کې زيات نادر حيوانان هم شته چې تر اوسه پوري کشف شوي حيوانان دوو زرو دريو سوو ډولو ته رسيږي ، دا ځاي د نړۍ د بيولوژيکي سيستم د څيړنې دپاره ډير خاص اهميت لري ٠
د غمۍ غر د هغو څلورو مشهورو غرونو څخه دی چې زيات بودايي معبدونه موجود دي ، د بودايي دين د خپريدو او د معبدونو د جوړيدو له امله د غمۍ غر ته زياته اعجازي جنبه ورکړه شوېده ٠، بودايي کلتور د غمۍ غر د تاريخي کلتور اصلي برخه تشکيلوي ، په دې غر کې بودايي وداني ، سامان الات ، بودايي مراسم ،
موسيقي ، نقاشي او انځورونه د مذهبي کلتور يو ښکاره څرګندوي دي ٠
د غمۍ په غر کې د زياتو معبدونو څخه د باو ګو ، وان نيان او جين دين په نامه اته لوي معبدونه ډير شهرت لري ٠
د له شان په نامه لويه ډبرينه بودايي مجسمه د غمۍ غر په ختيځه لمن کې واقع ده ، پخوا ددې مجسمې ته ميله بوديي مجسمه بلل کيده ، د چين د تانګ په امپراتوري دوره کې يعني په ميلادي ٧١٣ کال کې د نوموړي بودايي مجسمې د کښلو کار پيل شو او د نوي کالو نه وروسته دا مجسمه بشپړه شوه ٠د نوموړي مجسمې تر شا غر او وړاندې يې سيند دی ، نوموړي مجسمه په نړۍ کې د موجودو ډبرينو مجسمو څخه ډيره لويه مجسمه ده ، ددې مجسمې په باب يوه اصطلاح شته چې وايي غر يوه بودايي مجسمه ده او مجسمه يو غر دی ، دا يوه ناسته بودايي مجسمه ده ، اوږدوالی يې يو اويا متره دی ، د سر لوړوالی يې يوولس اعشاريه اوه متره ، د اوږو پلنوالی يې ٢٤ متره ، د غاړې اوږدوالی يو اعشاريه اوه متره او د مخ پلنوالی يې اوه اعشاريه اته متره او د پښې پشت اوږدوالی لس اعشاريه ٩٢ متره دی د پښې پر پشت باندې سل تنه کسان کښيناستلی شي ٠او د پښې پر يوې ګوتې باندې څه دپاسه لس تنه کسان ځاييږي ٠ د له شان بودايي ډبرينه مجسمه په چين او نړۍ کې تر ټولو نه لويه او لوړه ډبرينه مجسمه ده ٠
د غمۍ غر او د له شان لويه مجسمه حاص او ځانګړي جعرافيه يي موقعيت ، ښکلي او اعجازي منظرې ، ښه بيولوجيکي چاپيريال لري ، په تيره بيا په دې سيمه کې ډير زيات نباتات او حيوانان شته چې پکې نادر او له منځه تللو سره مخامخ حيوانا زيات پيداکيږي ٠ د غمۍ په غر کې موجود طبيعي او کلتوري ميراثونه ډير
لوړ تاريخي ، علمي او توريستي ارزښت لري ، هغه د انسانانو د خزانو يوه مهمه برخه تشکيلوي ٠
د غمۍ غر او له شان بودايي مجسمه د نړۍ د کلتوري او طبيعي ميراثونو د
انتخاب د معيار سره سم په ١٩٩٦ کال کې د نړيوالو ميراثونو په ليست کې داخل شول ، د نړيوالو ميراثونو د انتخابي کميټې د ارزيابي له مخې په ميلادي لومړې پيړۍ کې د سي څوان په سيمه کې د غمۍ غر پر سر باندې لومړي بوايي معبد جوړشو٠ د کلونو کلونو په تيريدو سره نور بودايي معبدونه جوړشول ، دغه ځای هم په چين کې د بودايانو د عمده او اصلي مقدس ځای په توګه ګرځيدلی دی ٠