د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مسعود خان د دسمبر په لسمه نيټه وويل پاکستان هيڅ هيواد او سازمان ته اجازه نه ورکوي چې په مستقيم او يا غيرمستقيم ډول د پاکستان د ذروي عالم عبدالقادر خان په باب تحقيقات ترسره کړي ٠ نوموړي نطاق په همدې ورځ د برتانيې د فينانسيال ټايمز د ورځپاڼې هغه خبر ردکړ چې وايي پاکستان له دې سره موافقه وکړه چې د ذروي موضوع په باب د ملګرو ملتو محققين په کتبي ډول د عبدالقادر خان څخه پوښتنه وکړي ٠ هغه وويل پاکستان دغسي غوښتنه نه ده ترلاسه کړې او هم هيڅ هيواد ، سازمان او افرادو ته اجازه نه ورکوي چې د قادر خان او نورو پاکستاني عالمانو په هکله تحقيقات وکړي ٠
|