<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-11 18:57:42    
د چين د هنري دايره المعارف قاموس لوستونکو ته وړاندي شويدی

cri
د چين د هنري دايره المعارف قاموس د ليکوالانو له خوا د څه د پاسه لسو کالو د تاليف کولو او د نشرياتي ادارې د محررانو له خوا د ٥ کالو د تکميلولو او اصلاح کولو نه وروسته بالاخره لوستونکو ته وړاندي شويدی ٠
د چين د هنري دايره المعارف د قاموس اصلي برخه تقريبأ ٥ مليونه چيني لغتونه لري او پکي نژدي ٢٥ زره جملې او څه د پاسه ١٤٠٠ تصويرونه راټول شوي دي ٠ دغه قاموس د نقاشۍ ، خطا طۍ، حکاکۍ ،موسيقۍ، نڅاو ، ظريفه صنايعو ، کاليو او زيوارالاتو ، ساختماني ودانيو او منظره دارو سيمو ، موبلونو، اکروباتيک ،اوپراګانو ،فولکلوري پارچو ، عکاسۍ ، معاصرو ډرامو ، فلمونو او تيليويزوني پروګرامونو په شمول د بيلا بيلو محتوياتو له مخي په ١٦ ټوکونو ويشل شويدی ٠ د هر يوه ټوک محتويات ټول له څلورو لويو برخو نه عبارت دي چه نومونه او اصطلاحات ،هنري يا ادبي اثار ، کتابونه او شخصيتونه چه له دی جملې نه د نومونو او اصطلاحاتو په برخه کي د مختلفو تخصصونو معمولي او د عامو لوستونکو لپاره مشکل تخصصي لغاتونه او اصطلاحات راټول شوي او په دی باره کي توضيحات ور کړل شويدي ٠ د هنري او ادبي اثارو، کتابونو او شخصيتونو په برخو کي له لرغونې زمانې نه تر اوسه پوري په دغو تخصصونوکي تر ټولو نه نامتو ، اغيزه ناک اونماينده ګی لرونکي هنري او ادبي اثار، کتابونه او شخصيتونه راټول
شويدي ٠ دغه قاموس په هراړخيزه توګه د چين د مختلفو هنري مقولو عصارې ښودلي او له څو اړخونو نه يي د چين د هنر ي انکشاف رشته معرفي کړي ده چه تر اوسه پوري د چين په دننه کي يو داسي هنري مرجع کتاب ګڼل کيږي چه راټول شوي جملې يي تر ټولو نه زياتې ، ساحه يي تر ټولو نه پراخه ، کلونه يي تر ټولو نه وروستي او عمومي کيفيت يي تر ټولو نه لوړ دی ٠
ددی قاموس ليکوالان اکثرأ د چين د هنري انستيتيوټ څيړنمالان او د چينګ هوا پوهنتون د هنري پوهنځي پروفيسران دي او دوي په خپل تخصص کي ټول تجربه لرونکي متخصصان او پوهان دي ٠ د تجارتي چارو مطبعي له ١٩٩٨ کال نه ددي قاموس چاپيدو ته زيات اهميت ور کړي او د يوه خاص ګروپ په جوړولو سره يي د ددي قاموس د تاليف او تدوين دنده په غاړه واخيستله ٠ ليکوالانو او تاليفکوونکو د ٥ کالو د کوششونو له لارې دغه قاموس بشپړ کړ ٠