<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-11 19:14:23    
د لاسونو مينځل او روغتيا

cri
زمونږ په ورځني ژوند کې ځيني بد عادتونه کله کله دبيلا بيلو ناروغيوسبب کيږي ٠ لکه لاس منځل ، د خواړو خوړل داسي کوچينې مسئلې تل د خلکو تر توجه وړ نه دي ٠ خو د ژوند له تجربو څخه ښودل شوي چه نوموړي مسئلې کيداي شي چه د سختو ناروغيو سبب شي ٠ ټولو ته معلومه ده چه د انسان دوه لاسونه د بدن د نورو برخو په نسبت له بهرنيو ځايونو او شيانو سره ډير زيات تماسونه نيسي ٠ مثلأ خلک په لاسونو شيان وړل راوړل ، په دکان کې په پسيو شيان دخيستل چه په دي ترڅ کې لاسونه سخت ککړ شوي او زيات ميکروبونه پکي موجودي دي ٠ ډکتران تل داسي وايي چه ناروغۍ له خولې څخه راځي همدغسي معني لري چه انسان د لاسونو په واسطه خوراکونه خوري ، نو که لاسونه پاک نه وي ، حتمأ به دخوراکونو د خوړلو په وخت کې په لاسونو کې موجود ميکروبونه د خوراکونو سره يو ځاي وخوړل شي او د انسان روغتيا ته زيانونه به ورسول شي ٠ نو مونږ بايد له بهر نه يا د کار نه وروسته خپل کور ته د رسيدو نه وروسته لومړي بايد خپل لاسونه پاک ومينځي ، بر سيره پر دي د ډوډۍ د جوړولو او خوړلو نه د مخه دي هم خپل لاسونه ومينځي چه دا به زمونړ د روغتيا د ساتنې له پاره ګټوره وي ٠ بله خبره دا ده چه د ځينو خلکو په کور کې وړوکې سپي يا پيشو روزل شوي او کله کله هم هغوي په خپل غيږ کې نيسي ، د اړوندې څيړنې له مخې د دغو ځناورو پر بدن باندې ډيرې ميکروبونه هم موجودي دي ، نو خلک خصوصأ ماشومان د نوموړو وړوکو سپي او پيښو سره د لوبو نه وروسته بايد خپل لاسونه و مينځي څو چه د خوراکونو د خوړلو په وخت کې ميکروب له خولې نه داخل نه شي او د احتمالي ناروغۍ مخنيوي وشي ٠