<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-12 17:19:43    
پښتانه شعرأ

cri
د پښتو ژبې ډر شاعران او پوهان د تيری زمانې په تورتم کی ورک دی چه اوس يی چا ته پته نشته او د اشعارو او اثارو نمونې يی نه مومو. د دغسې کسانو پلټل او د ورکو اثارو پيداکول د پښتو ټولنې وظيفه ده . دا کار پښتو ټولنې ډير پخوا شروع کړی او څو کاله پخوا يی په دغه نامه دوه کتالبونه لومړی او دوهم ټوک چاپ کړه چه د پښتو ژبې ډير ښه ښه مشهور او غير مشهور نوم ورکی شاعران پکی معرفی شوه ږ
د دغې سلسلې دريم ټوک دغه دی اوس د يوه مهم اثر په صورت خپريږی چه دپښتو ټولنې د ادبياتو په څانګه کی له ډيرې مودې نه دغه لټون شروع واو په دې وروستيو وختو کی د طبع دپاره اماده کړی شوه .
په دې ټوک کی ١٣١تنه پښتانه شاعران ښودل شوی دی چه په ادبی لحاظ ډير قيمت لری او يو ښه خدمت ورته ويلی شوو . د دې ټوک په تکميل کی ښاغلی عبدالشکور رشاد د پښتو ټولنې مرستيال د ادبياتو له څانګې سره ډيره ښه مرسته کړيده او ١٨تنه شاعران يی نوی معرفی کړيدی چه ځينی پکی د ديوان خاوندان دی او په ادبی لحاظ لوړ مقام لری . د دې ټوک په ليدلو کتلو کی ښاغلی حسن سايی د دابياتو څانګې کفيل د کتاب په تدوين مقابله او د ځينو شاعرانو په پيداکولو او ليکلو کی ډير زيار کښلی دی .
د دغسی کتابونو په چاپولو او خپرولو کی دا فايده هم په نظر کی ده چه ښاغلی لوستونکی به يی په غور او دقت وګوری اوکوم شاعران چه په دغو تذکرو کی نه وی راغلی او دوی ته معلوم نه وی نو د هغوی په باب به کافی معلومات د کلام له نمونو سره پښتو ټولنې ته ديوې ادبی مرستې په حيث راواستوی او له خپلی ملی ژبی سره به مرسته وکړی .
پښتو ټولنه ددغه زيار او خدمت په مقابل کی د دغسې کسانو معنا او مادتا قدر کوی او په ښه نظر ورته ګوری.
پښتانه شعرأ
په ١٣٣٤ کی د پښتانه شعرأ دريم ټوک د پښتو تولنې له خوا چاپ شو ، مګر پخوا تر دې چه دغه کتاب له دولتی مطبعی څخه راووزی او خپور شی په مطبعه کی اور ولګيد او دا کتاب هم له ځينو نورو کتابو اومجلو سره وسوزيده .
يوازې دری څلور جلده ترينه په لاس راغلل او بس ږ
کله چه د دې کتاب د بيا چاپولو اراده پيده شوه کتاب دوهم نظر دپاره ښاغلی او فاضل ليکوال عبدالشکور رشاد ته وسپارل شو چه ځينی نيمګړتياوې او اشتباه ګانې يی رفع کاندی ږ
دغه محترم ملګری داکار په ښه شان وکړ او وروسته تر دې چه په کتاب يی د تزييد ، تنقيص ، اصلاح او تعديل په لحاظ يو ښه بدلون راووست کتاب بيا چاپ شو چه له پخوا نه د کم او کيف په لحاظ ډير ښه شو او د رشاد صاحب د زيار او کار يادونه پکی د حق مننه ده ږ
په دې کتاب کی سربيره پردې چه د ځينو شاعرانو په پيژندګلوۍ کی راغونډې شوی دی چينې مهم اشتباهات رفع شوی دی . په دې طبع کی د صفحو نومره هم د لومړی او دوهم جلد په تعقيب په مسلسل ډول راغلی ده او شاعران هم د تيرو جلدونو د شمير په اعتبار مسلسله نومره لری چه په دغه دريم ټوک د ٣٣٩تنو شاعرانو په پيژندګلوۍ ختميږی .