جواهر داوږدی مودی نه راهيسی په رمانتيکی مينی پوری اړه لری .، خو ډيرلږ خلک په دی ښه پوهيږی چه جواهر دځينو کسانو د وينو د تويولو له لاری لاس ته راغلی دی . په دی وروستيو وختونو کښی دعفوی بين المللی موسسی اود ټولی کری د شاهدانو په نامه د انګليستان د چاپيريال د ساتنی سازمان دی ته ګوته ونيوله چه دزياتو کلونو نه راهيسی په انګولا ، کانګو لايبريا او سيراليون کښی د جواهرو د خونړی معاملاتو په نتيجه کښی اوه ديرش لکه تنه کسان مړه شوی دی .دانګليستان نوموړی سازمان وويل چه د شلمی پيړۍ په نهمه لسيزه کښی دانګولا د ياغيانو له خوا په غير قانونی توګه تر لاسه شوی ګټی دری مليارډو اوو سوو مليونو ډالرو ته ورسيدی، دوه کاله دمخه د جواهرو صنعت په دی موافقه وکړه چه دځان د محدودولو دپاره ميکانيزم اجراکړی چه د جګړی په سميو کښی دجواهرو له سوداګرانو سره معاملات ونه کړی ، خو زياترو لويديځو شرکتونو په ظاهره کښی ددی تګ لاری مراعات وکړ او په حقيقت کښی يی له نوموړی مکانيزم څخه ډډه وکړه .بين المللی عفوی سازمان د جواهرو د دری سووديرشو لويو پلورنځيو په هکله تحقيقات وکړل ، يوازی په سلو کښی اته ديرش د پلورنځيو خاوندانو اړوندی تربيی او روزنی تر لاسه کړی دی ، خو د جواهرو ځينو مشهورو شرکتونو ور څخه سترګی پټی کړی دی .دغو شرکتونو لا هم د جګړی له سيمو څخه جواهر اخيستی دی چه په نتيجه کښی پيسی د وسله والو عناصرو جيبونو ته ورغلی دی ،دغو وسله والو عناصرو د جواهرو د خرڅولو له لاری د تر لاسه شويو پيسو په واسطه نظامی مهمات اخيستی دی او بيا يی دغه نظامی مهمات په داخلی جګړه او يا د ملګروملتوپر سوله ساتی فوځ باندی په بريدونو کښی په کار اچولی دی او زياتی خونړی پيښی را منځ کړی . بين المللی عفوی سازمان او د ټولی نړی د شاهدانو په نامه سازمان غوښتنه وکړه چه د نړيوالی سولی د ساتلو دپاره مختلف هيوادونه بايد د جواهرو د څانکی ښه اداره وکړی .