<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-12 18:08:32    
د سياسی ګوندونو لوبه ٣

cri

نګاره د شمعی په شان سوځېدله او ويلی کېدله ، زه هم لکه پتنګ تر نګارې راتاوېدلم.
مورمی له يوه پلوه او زه له له پلوه په زاری سر وو او پلار ته مو ويل چی له خپل ګوند څخه ووزی او د نګارې د پلار کوند ته ور شی، مګر چيرته ، پلار می کله منل.
د نګارې مور هم خپل مېړه ته زارۍ کولی چی ګوند پريږدی. مګر حمزه افندی کله خبره منله او ويل به يی :
--ښځې ته ليونۍ سوی يی زه اوس غواړم چی د ګوند په واسطه لاس ته راغلی ګټه له بانک څخه واخلم او بل دا چی د ګوند مشرانو دا وعده هم وکړه چی په پسرلی کی به مونږ ته تراکتور ونه راکړی، نو زه به ولی خپل ګوند بدلوم؟
يوه ورځ می د نګارې پلار ته مخه ونيوله او د ده په خيټه می چاقو کيښود ور ته ومی ويل:
--په خدای چی هم تا وژنم هم ځان!
د نګارې پلار ډېر وډار شه، ژبه يی بنده شوه او په پريکړې توګه يی وويل:
--ای زويه...مکړه...لږ په سد شه...تجلۍ ستا ده...لږ صبر وکړه تر څو وګورم چی د ګوند حال معلوم شی. د انتخاباتو تر ورځو پوری ما ته مهلت راکړه که زما ګوند ګټندوی نشی، بلا پسی کوم، هماغه ساعت ستاسو د پلار ګوند ته ورځم.
چاره نه وه بايد يو کال می صبر کړی وای تر څو انتخابات پای ته ورسېږی.
زما پلار دی خوا، او د نګارې پلار اخوا، په ټول وس سره يی زيار کيښ چی د دوی ګوندونه ګټندوی شی.
کله چی انتخابات زما د پلار د ګوند په ګټه پای ته ورسېدل او زما د پلار د ګوند کانديد ګټندوی شو، کار له کاره ولويد.
د نګارې پلار لکه د مونږ سره يی چی هډ ماتی پيدا شوی وی هېڅ کله يی زما خبرې ته غوږ نه نيو.
خبر می ور ولېږه:
--بابا...د خدای په خاطر نور می مه ځوروه انتخابات ستا د پلار ميراث و چی اوس مونږ در څخه يوړل،ولی په تور خبره سور شوی يی هيله ده له دې خبره څخه را کوز شی، او خبرې ته غوږ کېږدی.
د نګارې پلار په هماغه تور خره سور و ځواب يی راولېږه:
--زه خپله لور د هغه سړی زوی ته چی زما په مخالف ګوند کی دی نه ور کوم.
هغه وکيل ته ور غلم چی زمونږ له ګوند څخه ټاکلی شوی و. هغه مادې ګټه چی د نګارې د پلار ګوند د نګارې پلار ته منلی وه هغه می ور ته درک کړه خبر می ورولېږه چی راشه زمونږ ګوند ته، دلته دی نوم وليکه. زه خوښ خوشحاله کور ته راغلم چی د نګارې د پلار د راتګ زيری خپل پلار ته ورکړم، که څه ګورم چی پلار می ډېر په غوصه دی، تری و می وپوښتل:
--څه شوی دی؟...څه خبره ده ؟
پلار می دا ورغورځوونکی غره په شان راوبړچيده او و يی ويل:
--لا څه غواړی چی څه وشی...
له دې ټولو کړاونو څخه وروسته په دی بريالی شوو ځی وکيل زمونږ له ګوند څخه وټاکلی شی هر څه مو چی درلودل د ده په مخ کی مو خرڅ کړل يوه مياشت مو خوب ونکړاو...اوس راځی مزد يی بل چا ته ورکوی.
--اخر څه وشوه پلاره؟
--داسی فيصله شوی وه چی زه بايد رئيس شم، مګر دوی ( احمدبی) رئيس وټاکه، او ما يی هم کار ورسم کړ.
__تا څه وکړه؟
--ما له خپل ګوند څخه استعفی وکړه، او مخالف ګوند ته لاړم.
وای پلاره ! لکه ونه چی له بيخه ولوېږی، په نس کی می کړيکه راپورته شوه او راولويدم او په ژړا می ور ته وويل:
--ولی ظالمه! يوه دوی ورځی وروسته به دی استعفی کړی وای.
پلار می فکر کاوه چی زه به د ده د استعفی له زيري څخه خوشحاله شم، کله چی يی زما حال وليد په نعجب سره يی وپوښتل:
--ولی څه درو شوه؟
--حمزه افندی له خپل ګوند څخه استعفی وکړه او ستا ګوند ته راغی...اوس وايه څه کړی؟
--هېڅ...بايد هغسی کار وشی چی حمزه افندی بيرته خپل ګوند ته لاړ شی.
خو کله دا کار کېدونکی وو دوی دواړو بيا د يوه د بل په مخالف ګوند کی سره شامل شول او حتی کار دی حدته ورسېد چی حمزه افندی خپلی لور ته وويل:
--که می واوريدل چی خپل نامزد ته ورغلی وی او يادی ور سره ليدلی و-مړه به دی کړم.
کار دومره کړکيچن شو چی د بيا روغی هيله له منځه لاړه.
نګارې ته می خبر ورولېږه:
--ښه اوس اوايه څه وکړو؟
ځواب يی راوليږه:
--راشه ما وتښتوه!