<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-13 17:44:08    
د تبت اساسی پوهنه

cri
دچين د تبت خودمختاره سيمه يوه داسی سيمه ده چه پوهنه پکښی دنورو ځايونو په نسبت وروسته پاتی د ه . په ١٩٥١ کال کښی تبت سوله ايزه ازادۍ تر لاسه کړه ، په هغه وخت کښی د تبتيانو تعليمی سويه ډير ټيټه وه . د زياتو کلونو نه راهيسی د مرګزی حکومت د پاليسو په ملاتړ او د چين د نورو سيمو په مرسته د تبت تعليمی چارو نسبتا چټک انکشاف موندلی د ی او د تبت په زياتو ځايونو کښی نه کاله اجباری پوهنه تر سره کيږی . اوس تاسو د تبت د لينګ ځی په سيمه کښی د لو لانک د علاقه دارۍ د ښوونځی د شاګردانو د درس لوستلو اواز واوريد .ددغه ښوونځی يو سل دری شپيته تنه شاګردان ټول د محلی ځای د تبتی قوم د بزګرو او مالدارانو له کورنيو څخه راغلی دی .پخوا په دغه ښوونځی کښی يوازی څو ټولګی او ځينی ساده تعليمی وسايل موجود وو او تعليمی شرايط يی نسبتا خراب وو . په٣ ٢٠٠ کال کښی د تبت د خودمختاری سيمی حکومت نوموړی ښوونځی ته د يو مليون ژن مين بی يونو په اندازه پيسی تخصيصی ورکړ چه په نتيجه کښی د ښوونځی اساسی تاسيسات بشپړ شول . د تبت د ژی که جه په سيمه کښی د جيانګ ځه ولسوالۍ دګوندی کميټی د منشی مرستيال ښاغلی ليو تونګ څانګ د تبت له ابادۍ سره د مرستی دپاره د شانګهای د ښار څخه تبت ته راغلی دی ،هغه په عمده ډول د تعليمی کار لارښوونه کوی .ښاغلی ليو تونګ څانګ د ا ساسی پوهنی کار ته په ډيره درنه سترګه ګوری . اوس دده د کوششونو له برکته ځينو تصديو او څانګو يو مليون اته لکه ژن مين بی يونه بسپنی ور کړی دی څو چه دغه پيسی د جيانګ ځی په سيمه کښی د ځينو مدرسو داساسی تاسيساتو په ابادۍ کښی په کار واچول شی .هغه وويل مونز تل دا نظر لرو چه پوهنه د تبت د سمسورتيا يو بنسټ د ی، نو ځکه مونږ له تبت سره د مرستی دپاره راغلی يواو ددی سميی د تعليمی چارو ودی ته په ډيره درنه سترګه ګورو . دتبت د بيلا بيلو درجو د حکومتونو د کوششونو او دچين د نورو ځايونو د ځينو تصديو او څانګو د ملاتړ له برکته دتبت په سيمه کښی اوسنی تعليمی حالات نه يوازی ښه شوی، بلکه د محلی ځای د تبتيانو نظريه هم بدله شوی ده . د تبتی قوم بزګرانو او مالدارانو دا وليدل چه پوهنی تبت ته ستر بدلونونه رسولی دی او ددی ځای دخلکو ژوند ته يی هم زياتی ښيګنی او ګټی په برخه کړی دی ، نو ځکه اوس زيات تبتی بزګران او مالداران ددی دپاره هڅه کوی چه اولادونه يی په ښوونځيو کښی درس و لولی . سو لانګ ده جو د تبت د ژی که جه په سيمه کښی د جيانګ ځی په ولسوالی کښی ددوهم منځنی ښوونځی د نهم ټولګی زده کوونکی دی .هغی زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه که څه هم د هغی پلار او مور ټول مالداران دی او يوازی د څو چينی کليموسره اشنا يی لری ، خو ډيره مينه او علاقه لری چه دوی لوڼی يی ښوونځی ته لاړی شی . په هغه ښوونځی کښی درسونه ډير ښه پر مخ ځی کوم چه جنۍ سو لانګ ده جو پکښی درس وايی . په ټولو درسونو کښی هغه د کمپيوتر، چينی او انګليسی ژبو درسونه ډير خوښوی . اوس هغه په ساده ډول په انګليسی ژبه له هغو خارجيانو سره خبری اتری کولی شی کوم چه د سفر دپاره تبت ته راځی . نوموړی دا هيله لری چه پوهنتون ته داخله شی . هغی وويل اوس زمونږ تعليمی شرايط ډير ښه دی زمونږ په ښوونځی کښی کمپيوترونه شته ، مونږ انګليسی او چينی ژبی زده کوو . زه هم چمتو کوم چه په پوهنتون کښی درس ولولم . نن ورځ د تبت تعليمی چارو په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی ، په ډير شمير کسان د ښوونی او روزنی خاوندان شوی دی . اوس په دغه خودمختاره سيمه کښی څه د پاسه يو زر ډول ډول ښوونځی موجود دی ، په ښوونځيو کښی د هغو ماشومانو د شامليدو ميزان چه تعليمی سن ته رسيدلی دی په سلو کښی له اوه اتيا څخه اوښتی دی .