<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-13 18:24:33    
د خوراکونو د خوړلو او د ساتلو په هکله څه تجويزونه

cri
ټولو ته معلومه ده چه د پسه غوښه ډير خوندور خوراک دي او غذايي طاقت يي ډير قوي ښکاري ٠ دغه راز په تيره بيا د ژمي په موسم کې د پسه غوښې خوړل د بدن يخني ليري کولي شي ٠ مګر د توجه وړ خبره دا ده چه د روغتيا له نظره د پسه د غوښې د خوړلو نه وروسته سمدستې چاي څښل هيڅ ګټه نه لري بلکه په زيان تماميږي ٠ علت يي دا دي چه د پسه په غوښه کې البومين ډير زيات دي ، خو په چاي کې اسيد موجود دي ، که د پسه غوښه د خوړلو نه وروسته ژر چاي وڅښي ، نو په نتيجه کې به په چاي کې موجود اسيد د پسه د غوښې د البومين سره يو ځاي شي او په يو ډول تروو البومينو به بدل شي چه دغه ډول مواد د انسان په بدن کې د کولمي رول کمزوري کړي او انسان د قبضيت په ناروغۍ اخته کيږي ٠ نو ځکه د پسه غوښې د خوړلو نه وروسته چاي ژر و نه څښي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه د هر چا په کور کې ډول ډول خوراکونه شته ، نو سوال دا دي چه څه ډول خوراکونه سره ګډيداي شي او کوم ډول نه ٠ لومړي غلي دانې له ميوو سره يو ځاي نه کيږي ، ځکه غلې دانې ګرمازاي دي ، د ګرموالي تر تاُير لاندې په ميوو کې موجود شوي اوبه به وايستل شي چه په نتيجه کې ميوي به وچې شي او په بل عبارت غلې دانې د لوندوالي تر تاثير لاندې به خراب شي ٠ دوهم هګۍ له اردک او پياز سره يوځاي ساتل نه کيږي ، ځکه پياز او ادرک خاص بوي لري ، که هګۍ ور سره يو ځاي وساتل شي ، د پياز او ادرک بوي به د هګۍ دننې ته داخل شي ، او هګۍ به خراب شي ٠ دريم ډبله ډوډۍ له بسکيټ سره ساتل نه کيږي ٠ که دواړه خوراکونه سره يو ځاي وساتل شي ، ډبله ډوډۍ به وچې او بسکيټ به ورو ورو نرم او خراب شي ، که داسي خوراکونه وخوړل شي ، هم د خلکو صيحت ته زيان ورسول شي