<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-13 19:19:10    
ربيندرانات تاګور

cri
ربيندرانات تاګور د هند يو مشهور اديب ، موسيقي دان ، نقاش ،تعليمپوه ، شاعر او ټولنيز فعال و ٠ هغه د نوبيل د ادبياتو جايزه ترلاسه کړه ٠ د ده شعرونود تودو احساساتو څخه ډک دي او د شعرونو کليمې يې ښکلې او قافيه يې ر وانه ښکاري ، د ده اثارو د هند د نويو شعرونو د پاره پراخه ﻻره اواره کړه ٠
تاګور يو لوي انسان دوست و ، دده شعرونو انسان سپيڅلي طبيعت ته ورسول ، هغه په خپلو بي شميره شعرونو کې د دوستۍ او روغي جوړي روحيې تشريح کړل ٠
تاګور د ١٨٧١ کال د مې په اوومه نيټه د هند د کلکته په ښار کې وزيږيد ، د تاګور کورنيۍ په دې ښار کې ډيره مشهوره وه ٠پلار يې په ښار کې يو مشهور ټولنيز فعال او متفکرو ، دده پلار د تاګور پر ايډيا او ودې باندې مهمه اغيزه وکړه ٠
تاګور په ١٨٧٨کال کې د لوړو تحصيلاتو د رسولو دپاره برتاينې ته تللی و ، د دوو کالو نه وروسته هغه هند ته بيرته راستون شو ، په ١٩٠١ کال کې د ټولنې د اصلاحولو دپاره هغه يو مکتب جوړکړ ، د شلو کالو د کوششونو له امله دا مکتب په يو بينالمللي پوهنتون بدل شو٠ په ١٩٠٥ کال کې تاګور د هند د بورژوازي تر مشرۍ لاندې د ملي خپلواکۍ د ګټلو دپاره په لومړني غورځنګ کې برخه واخيستله ٠ په عين وخت کې هغه زيات وطن دوست شعرونه او سندرې هم وليکلې ٠
د لومړي عمومي جنګ د پيل کيدو نه وروسته هغه د نړۍ د کلتوري حلقې د مشهورو شخصيتونو سره يو ځای د جنګ په ضد سوله ايز سازمان جوړکړ، په ١٩٢٤ کال کې تاګور چين ته راغلی و او په ١٩٣٠ کال کې شوروي اتځاد ته هم سفر وکړ
پر چين باندې د جاپان د تيري کوونکي جګړې د پيل کيدونه وروسته تاګور د
تيري په ضد د چين د خلکو د مجادلې ټينګ ملاتړ څرګندکړ٠
د تاګور په ټول عمر کې هغه د هند د مشرګاندي سره ژوره دوستي ټينګه کړه او د ګاندي د سياسي مجادلو يې فعالې طرفداري وکړې ٠هغه تل د سياسي مقالو په خپرولو سره د ګاندي د سياسي نظريو ملاتړ کاوه ٠
د تاګور په اثارو کې د وطن دوستۍ احساسات پوره څرګند شوي او د ټولنيې نامعقول حالات يې بربنډشوي دي ٠
تاګور دا نظر درلود چې بايد د لويديځې نړۍ ساينس او ديموکراسي څخه زده کړه وکړی شي ، خو هغه هم ملي کلتور او غوره عنعناتو ته په ډيره درنه سترګه وکتل ٠ هغه نه يوازې د ادبياتو په برخه کې ډير ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل بلکې يې د هند د موسيقي د پرمختګ دپاره ستر خدمتونه ترسره کړل ٠ هغه په موسيقي کې د نړۍ د لويديځ او ختيځ ترمنځ د تبادلې دپياوړتيا دپاره زيارو ايست ، هغه خپل قوي وطن پرست احساسات په موسيقي کې داخل کړ او په ښه شان سره يې د هند عنعنوي موسيقي په ميراث راوړې او خپل ځانګړي سبک يې قايم کړی دی ٠
د تاګور په ټول عمر کې ډير زيات شعرونه ، دستانونه او تياتري اثار ليکلي وو ٠د تاګور په اثارو کې رومانتيکي ، واقع بيني او وطن پرست احساسات منعکس شوي او هم ملي سبک او خصوصيت ليدل کيدل ٠نو ځکه دده ادبي اثار ستره هنري جنبه لري او خلک ورسره ډيره مينه لري ، دده اثار د هند په ادبي تاريخ کې ډير مهم مقام نيولی دی او د نړۍ په ادبي خزانه کې يوه مهمه برخه هم تشکيلوي ٠
تاګور د ١٩٤١ کال د اګيست په مياشت د هند په کلکته کې د دنيا سره خداي په اماني وکړه ٠