د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د دسمبر په ١٣ نيټه په بروکسل کښی د اروپايی اتحاد د غړو هيوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه کښی يو پريکړه ليک تصويب شوی او په هغه کښی د افغانستان د بيا ابادۍ په چارو کښی د اروپايی اتحاد د ګډون دپاره لومړی اهميت لرونکی ساحې ټاکل شوېدی٠
په نوموړی پريکړه ليک کښی دا څرګنده شوی چه اروپايی اتحاد دی ته چمتو دی چه په راتلونکی کال کښی د افغانستان د پارلمان او محلی مشرانو انتخاباتو ته مرستې ورکړی٠ دغه راز په پريکړه ليک کښی دا خبره بيا تائيده شوی چه اروپايی اتحاد به د افغانستان له بيا ابادۍ ، انکشاف او ثبات څخه ملاتړ وکړی٠
د نوموړی پريکړه ليک له مخی ، اروپايی اتحاد به په مداومه توګه د افغانستان د ديموکراسۍ له بهير څخه ملاتړ وکړی، له افغانستان سره د نژدی همکارۍ له لاری به د نشه يی موادو د توليد او قاچاق جنايتونو ته ضربت ورسوی ، د امنيتی پوځ د جوړولو په برخه کښی به له افغانستان سره مرسته وکړی او په مداومه توګه به د افغانستان بيا ابادۍ ته مالی او تخنيکی مرستې ورکړی٠