<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-14 18:13:45    
د کوچنيانو قانوني حقوق

cri
د م م د کوچنيانو د حقوقو په کنوانسيون کي د کوچنيانو د قانوني حقوقو په باب داسي مربوط مقررات ليکل شويدي ٠ بايد تضمين وکړي شي چه دخپل نظر لرونکي کوچنيان حق ولري چه په کوچنيانو باندي د ټولو اغيزه ناکو کارونو په باب په ازاده توګه خپل نظريات څرګند کړي او بايد د کوچنيانو نظرياتو ته د دوی د عمرونو او د بالغيدو د اندازې له مخي مناسب اهميت ور کړي شي ٠ کوچنيان بايد په ازاده توګه د خبرو د بيانولو حق ولري او دغه حق بايد د خولې ، ليکنې يا چاپ او هنر د شکلونو يا د کوچنيانو له خوا د غوره شوي هر ډول نورې مطبوعاتي ذريعې څخه عبارت وي او دوي بايد بي د سرحدي کرښو د محدوديت نه د راز راز اطلاعاتو او مفکورو دپيدا کولو ، منلو او انتقالولو ازادي ولري ٠ بايد د ايديالوژۍ ،عقيدې او مذهبي ازادۍ څخه د برخورداريدو په برخو کي د کوچنيانوحقوقو ته په درنه سترګه وکتل شي ٠ د کوچنيانو شخصي کارونه ، کورنيۍ ، هستوګنځي او خطونه بايد له خودسرانه او غير قانوني مداخلو نه او ددوي وياړ او شهرت بايد له غير قانوني بريد څخه بچ کړي شي٠ بايد د عامو خپريدونکو مطبوعاتي ذرايعو په مهم نقش ښه پوه کړي شي او بايد تضمين وکړي شي چه کوچنيان له بيلا بيلو هيوادونو او بينالمللي لارو نه اطلاعات اواسناد ، په تيره بيا ددوي د ټولنيزو ، رواني او اخلاقي ښيګنو او بدني او رواني روغتيا د پرمخبيولو په باب ا طلاعات او اسناد تر لاسه کړي ٠ هر کوچني حق لري چه د خپلې فيزيولوژيکي ، رواني ،ذهني ، اخلاقي او ټولنيزې ودې د پرمخبيولو لپاره د ژوندانه له سويي نه برخوردار شي ٠ د کوچنيانو د روزنې مقصد دا دی چه تر ممکنه حده پوري د کوچنيانو خوي خصلت او ځاني او رواني طاقتونو ته پراختيا ور کړي شي ٠ کوچنيان حق لري چه دمه او رخصتي وکړي او د خپلو عمرونو سره مناسبه لوبه اوساعت تيري وکړي او په ازاده توګه په کلتوري او هنري ژوند کي ګډون وکړي او بايد د کلتور ، هنر ، ساعت تيری او رخصتۍ په فعاليتونو کي د برخې اخيستلو لپاره دوي ته مناسب او مساوي فرصتونه برابر کړي شي ٠