د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د صدراعظم ون جيا باو په بلنه د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز چين ته د پنځه ورځنی رسمی مسافرت دپاره د دسمبر په ١٤ نيټه ماښام بيجينګ ته رارسيدلی دی چه دا چين ته د صدراعظم په حيث د شوکت عزيز لومړی ځل سفر دی ٠
د مسافرت په موده کښی به شوکت عزيز د چين له مشرانو سره د چين او پاکستان د روابطو او د ګډې علاقې وړ بين المللی او سيمه ايزو موضوعاتو په باب په پراخه او ژوره توګه د نظرياتو تبادله وکړی ٠
صدراعظم شوکت عزيز چين ته د راتللو نه مخکښی خبريالانو ته دا څرګنده کړه چه چين ته د ده د مسافرت هدف د پاکستان او چين ترمنځ د دوستانه همکارۍ روابطو ته هر اړخيزه پراختيا ورکول، د دواړو هيوادونو عنعنوی دوستۍ ته ټينګتيا ورکول او په نويو حالاتو کښی د دواړو هيوادونو د عنعنوی روابطو دوامدار انکشاف ته نوی حيات ورکول دی ٠ ده هيله څرګنده کړه چه د اقتصادی او تجارتی همکارۍ د تقويه کولو له لاری د پاکستان او چين ترمنځ د دوستانه همکارۍ د روابطو هر اړخيز انکشاف پرمخبيول شی ٠