<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-15 11:00:33    
د مخدره موادو د قاچاق سره د هند او پاکستان د ګډې مبارزې په لاره کی نوی مبدأ

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د هند او پاکستان اړوندو مامورينو د روانی مياشتی په ١٤ نيټه په نوی ډيلی کی د مخدره موادو د قاچاق د موضوع په هکله خپل منځی خبری اتری پای ته ورسولی او دا يی منلی ده چه دواړه خواوی به د مثبتې او موثرې همکارۍ له لاری د دواړو هيوادونو ترمنځ د مخدره موادو د قاچاق سره ګډه مبارزه وکړی او په مداومه توګه به د اړوندو مسئلو په باره کی سره زياتی مشورې وکاندی .

نوموړی دوه ورځنی خبری اتری د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د هغه بهير يوه برخه ده چه په روان کال کی پيل وشو . که څه هم د مخدره موادو د قاچاق په ضد د اړوندو تدبيرونو په هکله دواړه خواوې کومی موافقی ته نه دی رسيدلی ، خو د دواړو هيوادونو د اړوندو څانګو مامورينو د مخدره موادو د قاچاق د فعاليتونو د ګډې مخنيوۍ په خاطر د باهمی تفاهم يادداشتونه يو بل ته سپارلی دی . د نوموړو خبرواترو نه وروسته په خپره شوی اعلاميه کی دا څرګنده شوی چه دواړه هيوادونه به د مثبتی او موثری همکاری ،په تيره بيا د استخباراتی تبادلی او همکارۍ له لاری د مخدره موادو له قاچاق سره مقابله وکړی .

په نوموړی اعلاميه کی دا نظريه څرګنده شوی چه دغه خبری اتری په صميمانه او مثبته فضا کی سر ته ورسيدی . دواړو خوا په اعلاميه کی دا هم منلی ده چه د راتلونکی کال د جون په مياشت کی به په پاکستان کی د دواړو هيوادونو د  مخدره موادو په ضد د چارو د ادارو د مشرانو په غونډه کی په مداومه توګه د نوموړی مسئلی په باره کی بحث وشی .

په هند او پاکستان کی د مخدره موادو د قاچاق موضوع خورا سخته ښکاری او دواړه هيوادونه د مخدره موادو د قاچاق په نړيواله شبکه کی د مهمو انتقالونکو هيوادونو په حيث ګڼل کيږی . افغانستان چه د اپن په شمول د نشه يی موادو عرضه کوونکی اندازه يی د نړی د عمومی اندازې په سلو کی ٧٥ نيسی ، د نوموړو دواړو هيوادونو له لاری اروپا ، امريکی او داسی نورو هيوادونو ته ترياک او هيروين برابروی . د پاکستان او افغانستان په ګډو سرحدی سيمو کی د جغرافيايی عوارض پيچلی دی او د اړوندو چارو د اداره کولو په برخه کی مشکلات موجود دی چه دا د مخدره موادو د خرڅونکو لپاره د استفادی وړ فرصتونه برابر کړی دی .

د مخدره موادو د قاچاق په ضد د موضوع په باره کی د هند او پاکستان ترمنځ خبری اتری د دواړو هيوادو د روابطو د خرايوالی له امله په ١٩٩٩ کال کی بندې شوی وې . د روان کال په لومړنيو وختونو کی دواړو هيوادونو د خپل منځی هراړخيز ديالوګ په بهير پيل وکړ او د مخدره موادو د قاچاق سره د ګډې مبارزی په شمول د دواړو هيوادونو ترمنځ د لاينحله مسايلو په باره کی خبری اتری شوې وې . د تيری جون په مياشت کی د دواړو هيوادونو هغو مامورينو چه د مخدرو موادو د اداری او کنترول دچارو مسئولين دی ، د نوموړی موضوع په هکله لومړنی خبری اتری وکړې او موافقه يی وکړه چه له مخدره موادو او قاچاق سره د مبارزې په بهير کی به د استخباراتو په ساحه کی خپل منځی تبادله او همکاري پياوړی کړي اود تدبيرونو په نيولو سره به د دواړو هيوادونو ترمنځ د هيروين د قاچاق مخه ونيسی .

هند او پاکستان د دسمبر له مياشتې څخه د دواړو هيوادونو ترمنځ د موجودو موضوعاتو په باره کی د هراړخيز ديالوګ د بهير دوهمی مرحلی ته رسيدلی دي . د مخدره موادو په ضد د موضوع په هکله تازه خبری اتری په نوموړی دوهمه مرحله کی سر ته ورسيدې . د کتوونکو په نظر هند او پاکستان دواړه په دی پوه شوی چه يوازی د خپل قوت په اټکا د دواړو هيوادونو ترمنځ د مخدره موادو د قاچاق مخنيوی مشکله ده .يقين دی چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير په ګړندی کولو سره او د باهمی تفاهم او اعتماد په پرله پسی زياتيدو سره به د مخدره موادو د قاچاق په ضد  مسئله کی د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاری په پر له پسی ډول پياوړتيا ومومی .