<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-15 18:50:02    
په بيجينګ کې په اوسيدونکو ناحيو کې د روغتيا يي ورزش توده څپه

cri
د چين د اصلاحاتو او ورحلاصون پاليسۍ د اجراکيدو نه راهيسي د چين د اقتصاد په چټکې پرمختيا او د خلکو د ژوندانه د سويي په پرله پسي اوچتيدو سره مخ په زياتيدونکي خلک د روغتيا ساتنې ته ډير متوجه دي ٠ په دي اساس د حکومت په ملاتړ په دي وروستيو کلونو کې د چين د ولسونو سپورتي ورزشونو ته پياړتيا ورکول د ټول هيواد د توجه وړ مهم پروګرام ګرزيدلي دي ٠ د بيجينګ په مثال اوسيدونکو ته د ورزشي اسانتياوي د برابرولو له پاره په نژديو ټولو اوسيدونکو ناحيو کې ورزشي ميدانونه جوړ شوي دي او په دغو ميدانونو کې د بيلا بيلو لوبو سامان الات مجهز شوي چه دغه سامان الات ټول په وړيا ډول خلکو ته برابر شوي دي ٠
په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال د بيجينګ د لويديځې خوا د ګو چن سيمې د اوسيدونکو ورزشي ميدان ته ورسيد او هلته يي وليدل چه د ژمې د لمر تر وړانګو لاندې ډير سپين ږيري او سپين سرې د بيلا بيلو سپورتي وسائلو په واسطه ورزشونه کوي٠ سپين ږيري لي چه د پورته کولو د سامان په واسطه ورزش کوي ، خبريال ته وويل چه زمونږ په اوسيدونکي ناحيه کې نصب شوي سپورتي سامان الات زمونږ د صحت د قوي کيدو له پاره ډير ګټور دي ، په تيره بيا زمونږ د سپين ږيرو او سپين سرو د ورزش او زمونږ د روغتيا د ساتنې له پاره يي ډيرې اسنتياوي او فائده رسولي دي ٠ سپين ږيري لي پخوا د ډيرو کلونو له پاره د ملا د هډوکو په ناروغۍ کې اخته شوي و، خو د تقاعد نه وروسته هغه نژدي هر سهار يا د ماښامي ډوډۍ نه وروسته دغه ميدان ته راځي او د نيم کال له پاره يي پر ورزش باندې ټينګار کړي دي ، اوس صحت يي په ښکاره توګه ښه شوي دي ٠ سپين ږي جو چه له خپل ميرمن سره يي په دي ځاي کې ورزش کوي ، هم خبريال ته وويل چه مونږ د زړه له کومي له حکومت څخه مننه کوو چه زمونږ په اوسيدونکي ناحيه کې د ورزشونو بيلا بيل سامان الات نصب کړي او د ولسونو د روغتيا مسئلئ ته يي ډيره پاملرنه او توجه کړې ده٠ پخوا مونږ په زياترو وختونو کې په کورني کارونو بوخت وو ، ځکه د ورزش ځايونه نه و ، خو اوس مونږ کولي شو چه هره ورځ د ورزش له پاره دلته راځي او په دي بهير کې نه يوازي صحت مو قوي شوي ،بلکه زړه مو هم خوشحاله او خوښ شوي دي ٠ په دي ورزشي ميدان کې پرته د ډيرو سپينږيرو او سپين سرو نه زيات ماشومان او ځوانان هم ليدل کيږي ٠ خبريال وليدل چه ډير ماشومان په ډيره خوشحالې سره په بيلا بيلو ساده سپورتي سامان الاتو لوبي کوي ، لکه د ټال خوړلو ، د ښوي تيريدلو او داسي نورو سامان الاتو ډير ماشومان ځان ته راجلب کړل ٠ يوې مور چه له خپل ماشوم سره په دي ځاي کې لوبې کوي ، خبريال ته وويل چه ماشوم ډير شوخ او غاړه عړوونکي دي ٠ هره ورځ بهرته تلل غواړي ٠ د اوسيدونکو په دي ناحيه کې د ورزشي تجهيزاتو د نصب کيدو نه وروسته ماشوم له دي ځاي سره ډير خوښ دي ٠ دي مور زياته کړه چه لکه زمونږ په شان ډيرې ميندي، پلرونه تل خپل ماشومان دلته راوړي ٠ د دوي په نظر دلته نه يوازي ارام دي ، بلکه د ورزش له لارې د ماشومانو صحت هم قوي کيږي ٠ په دي ميدان کې د ځوانانو د لوبوله پاره ډير په مساعد تجهيزات هم نصب شوي لکه پارالل ، حلقه او داسي نور ٠ هره ورځ په فارغ وخت کې ډير زده کونکي او نور ځوانان په دي ځاي کې لوبي کوي ٠ يو خوان چه د پارالل په واسطه په ورزش کوي ، خبريال ته وويل چه د ورځني د کار نه وروسته دماغ او بدن ټول ډير ستړي ښکاري ، نو د کار نه وروسته په دي ځاي کې د لږ څه ورزش نه وروسته نه يوازي د بدن ستړتيا ليري کيداي شي ،بلکه له زياتو ځوانو ملګرو سره اشنايي هم ترلاسه کولي شي چه دا د فارغ وخت له پاره د ژوندانه ډير ښه شکل دي ٠ اوس د روغتيا د ساتنې له پاره ورزش کول د بيجينګ د ګڼ شمير اوسيدونکو د ژوند يو ه نه بيليدونکي برخه ګرزيدلي ده ٠ ويل کيږي چه اوس د اوسيدونکي ناحيي ورزشي ميدان د اوسيدونکو روغتيا ته ډيرې ګټې رسولي دي ٠ نو باور لرو چه د روغتيا د ساتنې له پاره به لا زيات خلک دغو سپورتي ميدانونو ته راشي ٠