د سينهوااژانس د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز چې اوس په چين کې په سفر بوخت دی د دسمبر په ١٥ نيټه هيله وکړه چې چين او پاکستان په اقتصادي او تجارتي ساحو کې خپل منځي همکاري نور هم پراخه شي او دا همکاري د اوسنيو وارداتي او صادراتي تجارتو څخه د پانګه اچونې ساحې ته پراخه شي ٠ هغه په بيجنګ کې د چين د صنعتګرانو سره د کتنې په بهير کې نوموړي مطلب څرګندکړی دی ، هغه وويل چين اوس د اسيا حتي د ټولې نړۍ د اقتصاد د زياتيدو دپاره د يو انجن په توګه رول لوبوي ، چين نه يوازې د توليداتو د صادرولو په ساحه کې بلکې د پانګو د اچولو په برخه کې ښکاره قوتونه لري ٠
|