د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جياباو د دسمبر په ١٥ نيټه په بيجنګ کې د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز سره د خبرواترو په بهير کې وويل چين د پاکستان او هند ترمنځ د مناسباتو د پر له پسي ښه کيدو څخه خوښي څرګندوي او نيت لري چې د جنوبي اسيايي سيمې د سولې ، ثبات او پرمختګ دپاره فعال رول ولوبوي ٠ د پاکستان صدراعظم شوکت عزيزهيله وکړه چې چين په مداومه توګه د جنوبي اسيا د سولې او پرمختګ دپاره رول ولوبوي ، دغه رازشوکت عزيز په خبرواترو کې هم اعلان وکړ چې پاکستان د چين د پوره بازاري اقتصادي مقام پيژني ، دواړو خواوو په اتفاق سره وويل دا د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاري د نور هم پرمختګ دپاره ګټور دي ٠ د چين او پاکستان ترمنځ د مناسباتو په باب د چين صدراعظم ون جياباو هيله وکړه چې چين او پاکستان د دواړو هيوادونو ترمنځ د ازادې تجارتي سيمې د جوړيدو د موضوع څيړنې ته چټکتيا ورکړي او د انرژي او دطبيعي منابعو د بهره برداري په برخه کې خپل منځي همکاري د دواړو خواوو د راتلونکي اقتصادي او تجارتي همکاري يو مهم ټکي وبولي ، په عين وخت کې د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې خپل منځي همکاري نور هم پياوړې کړي
|