<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-16 15:28:15    
هند او پاکستان به د ذروی مسئلی په باب هميشنی تيلفونی خبری اتری و کړي

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د هند او پاکستان ترمنځ د ذروی مسئلی په باب د متقابل اعتماد د جوړيدو په هکله دوه ورځنی خبری د دسمبر په ١٥ نيټه د پاکسان په مرکز اسلام اباد کی پای ته ورسيدی .دواړو خواوو موافقه وکړه چی د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو ترمنځ د ذروی مسئلی په باب مستقيم تيلفونی تماس ژر ترژره ونيول شی.

د خبرو اترو نه وروسته هند او پاکستان يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکی ويل شوی چی دا ډير ساختمن خبری اتری دی چی پکی دواړو خواوو مشخصه مباحثه او مشوره ترسره کړی او د ذروی خطرونو د کميدو په برخه کی يی موافقه ترلاسه کړی دی .دواړو خواوو موافقه وکړه چی د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو ترمنځ د ذروی مسئلی په باب مستقيم تيلفونی تماس ژر ترژره جوړ کړي،سره بيره پردی دواړوخواوو يو بل ته د توغندی د ازموينو د ابلاغ ور کولوپه هکله د موافقی دمشخصو مقرراتو په مشورکی پرمختګ موندلی دی.

هند او پاکستان د دسمبر په ١٥نيټه په اسلام اباد کی د عادی وسلو په باب خبری اتری هم جوړی کړې او د عادی وسلو په برخو کی د متقابل اعتماد د پياوړتيا د سيستم د قايمېدو دپاره يی کوښښ کړي دی څوچی د سوتفاهم په اثر د نظامی مقابلی له شدت څخه ځان ګوښه کړي