د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز چه اوس په چين کی په خپل سفر بوخت دی ، د روانې مياشتې په ١٦نيټه د چين په څينګ حوا پوهنتون کی د خپلې وينا په ترڅ کی څرګنده کړه چه پاکستان نه غواړی د جنوبی اسيا هيوادونه د عادی او ذروی وسلو په شمول تسليحاتی سيالی وکړی .
هغه هم وويل چه پاکستان هيله لری چه د خبرو اترو له لارې له هند سره د کيشمر مسئلې حل وفصل کړی . هغه د جنوبی اسيا د مختلفو هيوادونو د سولې او انکشاف لپاره دری پيشنيهادونه وړاندی کړی دی چه د خبرو اترو له لارې د کيشمرد مسئلې په شمول د ټولو کشالو حل وفصل کړی ، د جنوبی اسيا د ثبات د ساتلو لپاره تسليحاتی سيالی ونکړی او د دوه اړخيزې همکارۍ په بنا د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد په چوکاټ کی سيمه ايزه اقتصادی همکاری وکړی .