د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم عزيز چه اوس په چين کی په خپل سفر بوخت دی ، د روانې مياشتې په ١٦نيټه د چين په چينګ حوا پوهنتون کی وينا وکړه چه ٢١پيړۍ به د چين د سوله ايز پرمختګ او ترقۍ په نسبت د اسيا په پيړۍ بدله شی .
هغه تائيده کړه چه چين په اسيا او ټوله نړۍ کی ډير مهم رول لوبوی . پاکستان به د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د ټينګتيا لپاره ، په بيلابيلو ساحو کی له چين سره لانژدی همکاری وکړی .