<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-16 18:25:19    
هند او پاکستان به د ذروی مسئلی په باب هميشنی تيلفونی خبری اتری و کړي

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د هند او پاکستان ترمنځ د ذروی مسئلی په باب د متقابل اعتماد د جوړيدو په هکله دوه ورځنی خبری د دسمبر په ١٥ نيټه د پاکسان په مرکز اسلام اباد کی پای ته ورسيدی .دواړو خواوو موافقه وکړه چی د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو ترمنځ د ذروی مسئلی په باب مستقيم تيلفونی تماس ژر ترژره ونيول شی.

د خبرو اترو نه وروسته هند او پاکستان يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکی ويل شوی چی دا ډير ساختمن خبری اتری دی چی پکی دواړو خواوو مشخصه مباحثه او مشوره ترسره کړی او د ذروی خطرونو د کميدو په برخه کی يی موافقه ترلاسه کړی دی .دواړو خواوو موافقه وکړه چی د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو ترمنځ د ذروی مسئلی په باب مستقيم تيلفونی تماس ژر ترژره جوړ کړي،سره بيره پردی دواړوخواوو يو بل ته د توغندی د ازموينو د ابلاغ ور کولوپه هکله د موافقی دمشخصو مقرراتو په مشورکی پرمختګ موندلی دی.

د خبرو اترو نه وروسته په يوه مطبوعاتی مرکه کی د پاکستان نماينده طارق اسامه حيدر څرګنده کړه چی هند او پاکستان به خپل منځی خبرو اترو ته دوام ورکړي ترڅو هغه موافقه ژر ترژره لاسليک کړی چی د دواړو هيوادونو دحکومتونو او ولسونو په ګټور وی .د هند نماينده ميره شانکار وويل چی د زياتو مسئلو په اړوند د نوموړی موافقی د لاسليک لپاره ډير مشکلات پيدا کيږی ،نو ترجدی غور لاندی ونيسی.

د ذروی مسئلی په باب دمتقابل اعتماد د خبرو اترو په عين وخت کی هند او پاکستان د دسمبر په ١٥نيټه په اسلام اباد کی د عادی وسلو په باب خبری اتری هم جوړی کړې او د عادی وسلو په برخو کی د متقابل اعتماد د پياوړتيا د سيستم د قايمېدو دپاره يی کوښښ کړي دی څوچی د سوتفاهم په اثر د نظامی مقابلی له شدت څخه ځان ګوښه کړي.هادير وويل چی دواړه خواوی په خبر و اترو کی مثبته رويه غوره کړی او هيله يی کړی ده چی د دواړو هيوادونو ترمنځ سوله او امنيت ژر ترژره رامنځته او ثابت روابط قايم شی.

نوموړی خبری اتری د روان کال د فبروري له پيل نه د هر اړخيز ديالوګ دجريان نه راهيسی د ذروی مسئلی په باب ددواړو خواوو دوهمی خبری اتری وې . سږ کال په جون کی دهند او پاکستان نمايندګانو د امنيت او د ذروی پاليسيو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړه او د خبرو اترو نه وروسته يی ګډه اعلاميه خپره کړه .په اعلاميه کی ويل شوی چی دواړو هيوادونو موافقه درلوده چی بی له دی شرطه چی دولتی حاکميات ته دخطرد رسولو فوق الحاده پيښه رامنځته شی دواړه هيوادونه به په موقتی توګه له ذروی ازموينو څخه لاس واخلی . دواړو خواوو موافقه وکړه چی د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو ترمنځ د ذروی مسئلی په باب مستقيم تيلفونی نماس ژر ترژره قايم کړي ترڅو د ذروی مسئلی په باب د سوتفاهم له رامنځته کيدو نه ډډه وکړی.په عين وخت کی دواړو خواوو هم موافقه وکړه چی په مداومه توګه د دواړو هيوادونو دعالی رتبه و نظامی قوماندانانو ترمنځ هميشنی اړيکی او په منظمه توګه د دوی ترمنځ د ټاکلی ملاقات نظام وساتل شی.

د پلان سره سم به د روانی مياشتی په ٢٧ او ٢٨ نيټه د هند او پاکستان د خارجه چارو سکريتران به په اسلام اباد کی خبری اتری و کړی او د نوموړو خبرو اترو د ثمرونو سره سم به د راتلونکو خبرو اترو وخت او ځاي وټاکی.

د تحليلو شخصيتونو په نظر سره له دی چی هند او پاکستان په نوموړو خبرو اترو کی

يو دبل ته د توغندی د ازموينو د ابلاغ ورکولوپه نامه موافقه لاسليکه ونه کړه ،مګرپه خبرو اترو کی د سختومسئلو په برخو کی د دواړو خواوو له خواڅرګنده شوی صادقانه رويه د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل تفاهم او اعتماد د زياتوالی او د جنوبی اسيا د سيمه ايز امنيت دپاره ګټوره ده .په تيره بياد ذروی امنيت په باب ددواړو خواوو دنظريو تبادله به د ذروی جګړې له خطر څخه د ښه ژغورلو په غرض د هند او پاکستان لپاره ګټوره دی چی دوی دواړه د ذروی وسلو خاوندان دی.