د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس جياچينګ لين د دسمبر په ١٦ نيټه په بيجنک کې د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز سره د کتنې په بهير کې وويل د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د پاکستان د پارلمان سره خپلې تبادلې ته په ډيره درنه سترګه ګوري ، چين به په مداومه توګه د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه تګ او راتګد زياتيدو دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه وکړي ٠ شوکت عزيز د کتنې په وخت کې وويل پاکستان هيله لري چې په بيلابيلو ساحو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستي او همکاري نور هم پياوړې کړي او د دواړو هيوادونو د خلکو د نيکمرغۍ او د جنوبي اسيايي سيمې د سولې د ساتنې دپاره خدمتونه ترسره کړي
|