<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-17 18:31:02    
د چين د خويندو نه راغلي سلامونه

cri

زه د چين د ښځو په نماينده ګی او زمونږ د ډيرو صميمي تشريفاتو له مخي د پاکستان او افغانستان خويندو ته وايم __ اسلام عليکم ٠ لږه موده دمخه کله چه خبريال له ښځينه اخوندې جين مي هوا سره مرکه وکړه ، هغې هيله څرګنده کړه چه د افغانستان او پاکستان ښځو او خويندو ته د چين د ښځو ډيره صميمي دعا څرګنده کړي ٠ هغې وويل چه اسلامي دين يو ډول مفکوره او يو ډول سوله ايز او متحد دين دی ٠ د حقيقت سمه لاره د وخت او فضإ له خوا نه محدوديږي ، مونږ بايد د خداي له خوا په لارښودل شوي لاري باندي ولاړ شو او د مختلفو هيوادو له خلکو سره يو موټي شو څو چه د ټولې نړۍ خلک له امن نه برخوردار شي ٠

٤٠ کلنه جين مي هوا د چين د خوي قوم يوه ښځه ده او د نينسيا د خوي قوم د خودمختارې سيمې د وو ځون ښار له يوازنيو اتو رسمي اخوندانو څخه شميرله کيږي٠

کله چه خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه ته ولي غواړي چه د يوې ښځينه اخوندې په حيث واوسي ، هغې ځواب ور کړ چه زه يوه د ملي اقليت ښځه يم ، که څه هم په يوه مسلماني کورني کي ژوند کوم ، خو پخوا د اسلامي دين په معلوماتو باندي هيڅ نه پوهيدم ٠ نو ښايي چه يو ډول قوت زه دی ته هڅولي يم چه زده کړه وکړم او بايد زده کړه وکړم ٠ د ١٩٩٥ کال د روژې په مبارکه مياشت کي مي د ميړه سره د مشورې کولو نه وروسته دده موافقه تر لاسه کړه ، جومات ته ننوتم او د عربي ژبې د حروفو په زده کولو مي پيل وکړ ٠ د خداي په رڼا کي ، د خپل ميړه تر ملاتړ او د استاذ تر لارښوونې لاندی ، دغه راز د خپل کوشش له لارې ، زه د ١٩٩٦ کال د دسمبر په مياشت کي له جومات نه فارغه شوم ٠ د ٢٠٠١ کال په سپتمبر مياشت کي ، جين مي هوا د نينسيا د خوي قوم د خودمختارې سيمې د اسلامي ټولنې او د وو ځون ښار د اسلامي ټولنې له ازموينې نه بريالي وتلي او د اخوندې صلاحيت يي تر لاسه کړي او ور ته د اخوندي تصديق نامه ور کړي شويده ٠ د ٢٠٠٢ کال د مي په مياشت کي ، هغه د وو ځون ښار د لي تونګ سيمې د وو نان د لوي جومات له خوا د ښځينه جومات د اخوندي په توګه استخدامه شوي او ددي جومات پنځمه ښځينه اخونده ګرځيدلې ده ٠

د ښځينه اخوندې جين مي هوا زده کوونکي ګو يو پينګ چه عمر يي له جين مي هوا سره يو شان دی ، خبريال ته وويل چه زه تل دلته له جين مي هوا نه درس لولم ٠ خداي په مقدس قران کريم کي ويلي چه نارينه او ښځې د معلوماتو په زده کولو کي مساوي دي او نارينه او ښځې ټول له خداي نه د معلوماتو اخيستلو حق لري ٠ که يوازي نارينه اخوندان شته ، نو مونږ ښځې به مجبورأ په کور کي درس لولو ، خو په کور کي استاذ نشته چه مونږ ته درس راکړي ، نوځکه زياتي ښځې په تمام عمر کي هم ناپوه پاتي شوي او په دي نه پوهيږي چه په قران کريم کي څه ليکل شويدی ٠ که څه هم زمونږ خاوندان له جومات نه کور ته د بيرته ستنيدو نه وروسته مونږ ته ويلي شي چه په جومات کي نارينه اخوند هغه ته څه ويلي ، خو هغه کارونه زمونږ د ښځو له ژوند نه ډير ليري دي ٠

ښځينه اخونده جين مي هوا يوه ښه مور هم ده ٠ هغې وويل چه زمونږ حکيم پيغمبر حظرت محمد ويلي چه مور د ماشوم لومړني استاذه ده ٠ ځکه چه پلار يي تل په ټولنيزو کارونو لاس پوري کوي او د کورنۍ د ژوند د ښه کولو لپاره تل بهر ته ځي ، نو له خپلو بچيانو سره ددوي تماسونه ډير لږ دي ٠ برعکس مور تل له خپلو ماشومانو سره يو ځاي اوسي ٠ زه دري اولادونه لرم او دوي ټول نسبتأ ښه او وتلي دي ٠ ما ددوي له کوچنيتوب څخه دوي ته ﻻښوونه وکړه چه بايد يو درستکار انسان وګرځي ، نو دوي په ښوونځي کي د ښوونکو او همصنفانو له خوا ستايل شويدي ٠ هغې زياته کړه چه زه د يوې مسلمانې ښځې او د مشومانو د يوې مور په توګه بايد ځان د نورو ښځو سرمشق وګرځوم او لا زياتو ښځو او ماشومانو ته ښه لارښوونه وکړم څو چه دوي خپل کلتوري کمالات او د ژوندانه سويه لوړه کړي او د هيواد او اسلامي دين لپاره ګټور انسان وګرځي او زمونږ ښايسته راتلونکي اباده کړي ٠