د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د روانې مياشتې د ١٧نيټې په سهار د افغانستان په يوه بنديخانه کی د القايدې د سازمان ١١تنو بنديانو بلوا کړې ده چه په نتيجه کی يی ٧تنه مړه شول او تراوسه پوری دغه بلوا تر کنترول لاندی راغلی نه دی .
د خبر له مخی ، په نوموړی بلوا کی ٥پوليسان او ٢بنديان مړه شول او نور دری پوليسان ورک شول ،مګر هيڅ بندی ونه تښتيد. څه دپاسه ٥٠پوليسو نوموړی بنديخانه په هراړخيزه توګه وتړله او د اتوبلاک ترمشرۍ لاندی بين المللی سوله ساتی فوځ هم د نوموړی بنديخانې په شاوخوا ميشته شوی دی .