د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د دسمبر په اتلسمه نيټه سهار د ختيځ چين له صنعتی او تجارتی ښار شانګهای څخه وخوځيده او چين ته يی خپل مسافرت پای ته ورساوه ٠
شوکت عزيز د چين د صدراعظم ون جيا باو په بلنه د دسمبر په ١٤ نيټه چين ته په پنځه ورځنی رسمی مسافرت پيل وکړ ٠ دا د صدراعظم په حيث چين ته د ده لومړی ځل مسافرت و٠ شانګهای ته د سفر نه مخکښی شوکت عزيز د چين په مرکز بيجينګ کښی د چين له مشرانو سره په پراخه او ژوره توګه د چين او پاکستان د روابطو او د ګډې علاقې وړ بين المللی او سيمه ايزو موضوعاتو په باب د نظرونو تبادله وکړه ٠