<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-18 18:32:47    
د شان شي ولايت مرکز تاي يوان ښار ته کتنه

cri

د تاي يوان ښار د چين د شان شي ولايت مرکز دی چې د چين په منځني او شمالي برخه کې واقع دی ٠ دا ښار د ٢٥٠٠ کالو تاريخ لري ، که څه هم اوس په دې ښار کې زياتې عصري وداني او عمارتونه ولاړ دي او بي شميره موټرونه ځي او ګرځي ، خو د ښار په زياتو ځايونو کې تاريخي اثارونه ﻻهم ليدل کيږي ٠

د اين ځه په نامه لوي واټ چې پلنوالی يې اتياو مترو ته رسيږي د تاي يوان ښار په دوو برخووويشه ٠ په دې لوي واټ کې خلک دا منظره ليدلی شي چې له يوې خوا لوړ او لوي عصري وداني او عمارتونه ولاړ دي او له بلې خوا پخواني ما؛ۍ هم ليدل کيږي ، د مې د لومړې ورځې په نامه د لوي ميدان په شمال لويديځ کې يو معبدشته چې څون يانګ ګونګ نوميږي ، دا د چين د تاويزم يو پخواني معبد دی چې د څه دپاسه زر کاله تاريخ لري ٠ ددې معبد ساختماني هنرد باغ د جوړيدو د فن سره په ښه شان سره يو ځای شوی دی ، دا په جوش وخروش ښار کې يو اراميدونکي ښه ځای دی

د پراخ واټ په لويديځ کې يوه پخواني ساختماني سبک لرونکي کوڅه شته چې د ليو سيانګ په نامه ياديږي ٠ ددې کوڅې په دواړو غاړو کې پخواني او زاړه مارکونه لرونکي دکانونه او اوسني مارکيټونه څانګ په څانګ پراته دي ، په دې ځای کې خبريال د يوې ميرمنې سره چې د لومړي ځل دپاره تاي يوان ښار ته راغله خبرې وکړې ٠ هغې خبريال ته وويل د تاي يوان په ښار کې د چکروهلوپه وخت کې کله کله د حيرانتيا وړ شيان ليدل کيږي ٠ د بيلګې په توګه د ښار په واټونو کې د ځينو لويو او زړو ونو سره کوچنې لوحې تړلې شوې چې ورباندې ددې ونې نوم، لمبر او عمر يي ليکل شوي دي ٠ ما پخوا په نورو ځايونو کې دامنظره هم نه ده ليدلې

دغه راز په ځينو عاي او معمولي کوچنيو واټونو کې ځيني خاص او ځانګړي ساختماني سبک لرونکي دکانونه هم ليدل کيږي چې پکې ښه او ارام چاپيريال موجود دی ٠په عين وخت کې په دې ښار کې ځانګړي مزه دار خوراکونه هم د خوړلو وړ دي ٠

د جين څي په نامه معبد چې د ښار په جنوب لويديځ کې واقع دی د تاي يوان ښار په نسبت د يو ډول تاريخ کتاب په توګه ګڼل کيږي ٠ دا معبد د ميلادي يوولسمې پيړۍ مخکې جوړشوی و ، د کلونو کلونو د بيا ودانولو او ترميمولو نه وروسته اوسني جين څي د ماڼيو په يوه ډله بدل شوی دی ٠ په دې ځای کې سياح ښاغلي نينګ چي ون چې د چين د مرکز بيجنګ څخه راغلی خبريال ته وويل د جين څي په معبد کې تاريخي اثار زيات دي ٠ که څه هم مساحت يې ډير پراخ نه دی خو په حقيقت کې دا د شان شي ولايت د کلتور يوه څرګندونه ده ، په دې ځای کې زيات تاريخي وداني او لرغوني اثارونه شته او طبيعي منظرې هم ليدل کيږي

که څه هم تاي يوان ښار د چين په داخلي او مرکزي سيمه کې واقع دی خو بختور دی چې د چين د دوهم لوي سيند فرعي سيندچې فن خه نوميږي د دې ښار څخه تيريږي لکه د لوي شريان دې ښار ته زياته اندازه اوبه رسوي ، د فن خه سيند په غاړه کې پارک شته ، دا پارک مستطيلشکله دی اوږدوالی يې شپږ کيلومتره او پلنوالی يې پنځه سوه متره دی د پارک په منځ کې د سيند اوبه بهيږي ٠ په دې پارک کې خبريال د يوه ښاغلي سره خبرې وکړې ، ددې ښاغلي نوم ګاو سياوڅن چې کور يې د

سيند په غاړه کې دی او هغه هم د يوې ورځپاڼې خبريال دی وويل د فن خه پارک په ٢٠٠٢ کال کې د ملګرو ملتو د خلکو د اوسيدلو د چاپريال د ساتنې دپاره لويه جايزه ترلاسه کړه ، د تاي يوان ښاروالي د يو مليارډو دوو سوو مليونو ژنمينبي يوانو په پيسو سره دا پارک جوړکړ، په دې پارک کې شنې ونې او واښه په پراخه ساحه کې ليدل کيږي ، دغه راز په دې پارک کې د لامبو وهلو حوض او د باسکتبال ميدان په شمول زيات سپورتي تاسيسات او سامان الات موجود دي ٠ په دې وجه دا پارک د ساعتيري ، لوبې او تفريح دپاره يو ښه ځای ګرځيدلی دی

ګرانو دوستانو همدا اوس مو دچين د شان شي ولايت د تاي يوان ښار سيل وکړ

عکس ١ : د دوو برجونو مصبر ، په تای يوان کی يو مشهور منظره لرونکی ځای دی

عکس٢ : په تای يوان کی  لمر خاته