د سين هوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د نظامي مقاماتو نطاق شوکت سلطان د دسمبر په اوه لسمه نيټه وويل چه د پاکستان نظامي مقاماتو فيصله وکړه چه د جايزې په توګه پنځه مليونه روپي د تروريستانو سرکرده عبدالله مسعود نيونکي يا وژونکي ته ورکړي ٠ د سږکال په اکتوبر کې د دوو چيني انجينيرانو د تښتولو پيښه جوړه کړې ده ٠ د پاکستان د داون ورځپاڼې د تازه خبر له مخې د پاکستان امنيت فوځ اوس د مسعود په شمول د تروريستانو د درو تنو عمده و مشرانو په لټولو او نيولو بوخت دي ٠ د خبر له مخې اوس نوموړي دري تنه کسان د ژوند وروستي سلګي ته رسيدلي دي ، پاکستاني نظامي مقامات د دوي د نيولو ټينګ عزم لري ٠
|