<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-18 18:54:54    
د نهو کليو دره

cri

د نهو کليو دره د چين د سيچوان ولايت د شمال لويديځې برخې د ابا په نامه د تبت او چانګ قومونو په خودمختاره لويه ولسوالي کي واقع ده ٠ هغه د جيالينګ سيند د سرچينې يوه دره ده او د سمندر له سطحې نه له ٢٠٠٠ مترو نه تر ٤٣٠٠ مترو پوري لوړوالي لري ٠

څرنګه چه د درې په دواړو غاړو کي د تبتي قوم ٩ کلي شته ، نو دغې درې ته د نهو کليو دره ويل کيږي ٠ د لوړ غره ډنډونه ، ابشارونه ، پايابونه ، تر واورو لاندي غرني څوکې ، ځنګلونه او د تبتي قوم دود دستور د نهو کليو د درې اصلي خصوصيتونه دي ٠ څرنګه چه هغه ځانګړي ابتدايي طبيعي ښکلا ، د څلورو فصلونو ښکلي منظرې او د حيواناتو او نباتاتو غني منابع لري ، نو د دنيا د بهشت او د کارتوني نړۍ په توګه بلل کيږي ٠ د ١٩٩٢ کال د دسمبر په ١٤ مه نيټه ، هغه د م م د يونيسکو له خوا په رسمي توګه منظور شوي او د نړۍ د طبيعي ميراثونو په ليست کي شامل شوي ٠ د ١٩٩٧ کال په پاي کي هغه بيا په رسمي توګه د يونيسکو په اړه د نړۍ د بيالوژيکي دايرې د ساتونکو ناحيو په شبکه کي منله شوي او د چين د دولت په درجه طبيعت ساتونکي سيمه هم ده ٠

د نهو کليو دره د ٧٢٠ مربعو کيلو مترو مساحت لري او پکي د لوړ غره ١١٨ ډنډونه ، ١٧ ګروپي ابشارونه ، زيات مساحت لرونکي پايابونه او ډيرقيمتي نباتات ليدل کيږي٠ دغه راز هوا يي پاکه او د لمر وړانګي يي روښانه دي ، نو د نهو کليو

دره د سياحت ، سيل او رخصتۍ لپاره ډيره ښه منبع ده ٠

اوس د نهو کليو په دره کي خواړه ، هستوګنځي ، ترانسپورټ اود اطلاعاتو ډيرې اسانتياوي شته٠ د سي چوان ولايت له چنګ دو او چونګ چينګ ښارونو څخه د نهو کليو دري ته د هوايي لارو د پرانيستلو نه وروسته ، په دی وروستيو وختونو کي د شان سي ولايت له مرکز سي ان ښار نه د نهو کليو درې ته هوايي لاره هم پرانيستله شويده ٠ د سي ان ښار د چين د ١٣ امپراطورانو پايتختونه وو ، هر کال زيات شمير داخلي او خارجي توريستان هلته سيل کوي ، نو له سي ان ښار نه د نهو کليو درې ته د هوايي لاري پرانيستل به په زياتې اندازې سره د دواړو سيمو د توريستي چارو د پرمختګ سبب شي او ددې سيمې د توريستي منابعو څخه به پوره ګټه تر لاسه شي ٠