<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-18 20:09:24    
دچاغوالي مسئله په نړۍ کې د توجه وړ مسئله ګرزيدلې ده

cri

د اړوندې څيړنې له مخې اوس په يو شمير پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو کې د ښاريانو په منځ کې د چاغو کسانو شمير په ښکاره توګه زيات شوي دي ٠ مثلأ په امريکه کې د اړوندو ارقامو له مخې د ١٩٦٠ کال په نسبت په ٢٠٠٢ کال کې د امريکايانو د بدن جګوالي يوازي څو سانتې متره اوچت شوي ، خو د بدن وزن يي په منځنې توګه يوولس کيلو ګرام زيات شوي دي ٠ د معلوماتو له مخې د انسان د چاغوالي تمائل هم په نورو هيوادونو کې موجود دي ، مثلأ د چين په لويو ښارونو کې په سلو کې ديرش لويان چاغ او په سلو کې دوه لس برخه ډير چاغ ښکاري ٠ دغه راز په هغو ځوانو ښاريانو کې چه عمر يي له اتلس کالو نه لوړ دي ، په سلو کې شل د وينې د لوړ فشار د ناروغۍ تر اغيزې لاندې دي ٠ د مکسيکو په مثال په ٢٠٠٠ کال کې د عمومي روغتيايي معاينې په نتيجه کې په سلو کې درويشت اعشاريه اوه برخه خلک له حده نه زيات چاغ او په سلو کې اته ديرش اعشاريه څلور خلک چاغ ښکاريدل ٠ د اړوند څيړنې له مخې دغه حالت دزياتې انديښنې وړ دي چه چاغوالي به د زړو کسانو ، لويانو او ماشومانو ته ډير زيات زيانونه ورسوي ٠ د امريکې د ناروغۍ د مخنيوي او کنترول د مرکز د څيړنې له مخې اوس د چاغوالي تمائل نه يوازي لويانو ته بلکه ماشومانو ته هم پراخ شوي دي ٠ د نوموړي څيړنې له مخې له ١٩٦٣ کال نه تر ٢٠٠٢ کاله پوري په امريکه کې د هغو ماشومانو د بدن وزن چه عمر يي لس کال دي، په منځني ډول پنځه کيلو ګرام زيات شوي دي ٠ له دي امله چه چاغوالي د انسانانو روغتيا ته ډير زيانونه رسولي او د ډيرو نادرغيو سبب کيږي ، نو اوس دغه مسئله په ټوله نړۍ کې د توجه وړ مسئله ګرزيدلي ده ٠