<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-18 20:50:44    
خصوصي ميلمه -----1

cri

تيره ورځ چې كمال صاحب له وخت نه مخکې دمجلې ايډيټ شوې پاڼې د ميز له سر نه ټولولې، نو داسې معلوميده چې كوم ضروري كار پسې به ځي. د مجلې د مديرپه ميز يې سترګې ونښتې، د يوې خپرونې تازه ګڼې يې پام ور واړوه. مجله يې راواخيسته او له عادت سره سم يې د سرمقالې په لوستلو پيل وكړ. دوه درې جملې به يې لا نه وې لوستې، چې په تندي كې يې گونځې وغځيدې. د مجلې مدير ته يې وكتل، خوله يې څه ويلو ته جوړه كړه، خو مدير صاحب په خپلو كاغذونو كې ډوب و.

په سرمقالې يې بيا سترګې ښخې كړې، يو پيرگراف به يې لا نه و لوستى، چې نيغ له چوكۍ نه پورته شو او مجله يې د ميز په سر داسې په شړق وغورځوله، چې د مدير صاحب پام يې بدل كړ او زياته يې كړه:

" وگوره كنه مدير صاحب، هماغه موضوع يې څيړلې ده چې تيره ورځ مو پرې بحث كاوه. ما درته نه ويلې چې زموږ هيوادوالو ته لومې غوړيدلي دي او د زركو په څير خرامانه، خرامانه د دام خولې ته ورځي، ځانونه پردي كوي او بيا په دې پرديتوب فخر هم كوي."

مدير صاحب ترې پوښـتنه وكړه چې په سرمقاله كې دې څه وليدل چې دومره بې حوصلې شوې؟

كمال صاحب ځواب وركړ :

هماغه څه چې انديښنه مو ترې لرله. ليكلي يې دي چې د لوړو زده كړو خاوندان او مسلكي كدرونه په ډېرې توندۍ له هيواد او سيمې نه ووځي، په غربي ټولنو كې حل كيږي او خپل هويت له لاسه وركوي. دا يې لا څه كوې چې د هيواد دښمنانو هم ورته زمينه برابره كړې ده او په ډيره اسانۍ سره مسلكي كدرونه له كورنيو سره قبلوي. عجيبه يې لا دا چې هلته يې د كار د قوې په توگه استعمالوي او لارې كوڅې پرې جارو كوي."

كمال صاحب يو اوږد اسويلى وايست او زياته يې كړه:

مدير صاحب، ته ووايه دا مسلكي كدرونه ( چې زموږ د هيواد سرمايه ده) چې دومره په اسانه د پرديو لاسونو ته ځانونه اچوي، په دوى څوك ملامت دي؟ اّيا دوى سره دا فكر نه شته چې زموږ جنگ ځپلى هيواد به په دې وتوانيږي چې په راتلونكو ديرشو كلونوكې دې يو مسلكي كدرهم پيدا كړي؟ په داسې حال كې چې په هيواد كې ښوونه او روزنه په ټپه ولاړه ده.

كمال صاحب به لا نور هم څه ويل خو د مدير صاحب نظر په ديوالي ساعت ولگيده، وخت پوره و، كمال صاحب ته يې وويل:

" خبرې دې په زړه پورې دي، خو وخت په تيريدو دى، درځه چې كورونو ته ځو."

كمال صاحب چې له دفتر نه ووتو، د سرمقالې موضوع يې دومره په ذهن بوج شوې وه چې تر كوره په سپور او پلي مزل له سره پوه شوى نه و. چې په كور ستړى ستومانه ننوت، نو له ورايه يې مشر زوى ورته سلام وكړ او په خوشحالې يې ورته يو سرخلاصى ليك وركړ. ليك په اردو ژبه و. ژباړه

كمال صاحب! سلامونه، څرنگه چې د كلنۍ ازموينې نتيجه اعلان شوې ده، له نيكه مرغه كامران د ټول ښوونځي د شاگردانو په نسبت په ښو نمرو له پنځم تگولگي نه فارغ شوى دى، چې تاسې ته مباركي وايو. تاسې ته به معلومه وي چې زموږ ښوونځى د نرسرۍ نه تر پنځم ټولگي پورې دى او هر كال موږ له پنځم ټولگي څخه د ممتاز شاگرد د برياليتوب په وياړ يو شاندار پروگرام جوړوو، چې دا نيكمرغي ستاسې د زوى (كامران) په برخه شوې ده، تاسې به له موږ سره په دې پروگرام كې د خصوصي ميلمه په توگه سبا سهار انشاالله په اتو بجو گډون كوئ، مننه.