<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-18 20:52:34    
خصوصي ميلمه -----2

cri

د ليك په لوستلو د كمال صاحب وښكي و غځيدل، زوى يې په غيږ كې ونيوه، په دواړو رخسارونو يې ښكل كړ او د لسو روپو نوټ يې ورته په گوتو كې كيښود.

كمال صاحب چې څو شيبې له مخه تك تور گرځيدلى و، لږ تازه شو. د خپلو وړو بچو سره يې ټوكې ټكالې پيل كړې او د ماښام ډوډۍ يې لږ په اّرام وخوړه. خو د ماخوستن له لمانځه وروسته چې د خوب لپاره په كټ كې وغځيده، نو د سرمقالې موضوع يې يو ځل بيا په ذهن سوره شوه. د خپلو هغو هيوادوالو په حال يې افسوس وكړ چې په پرديو ټولنو كې په ډيره خوشحالۍ ځانونه او اولادونه حل كوي. د ذهن په پرده يي د فلم د صحنو په څير ډير ياران يو، يو تر نظره تيريدل چې دى يې له كلونو، كلونو راهيسې د ليدو په طمعه و، هغوى ټول ورته پردي ښكاره شول، په خپل ژوند يې فخر وكړ او له ځانه سره يې وويل:

شكر دى خدايه! كه په خپل هيواد نه يو، نو د هيواد د ځمکې په سر خو آسمان وينو، دا گوره په آسمان كې د ستورو نغرى، دا پريونې او داد ستورو كټ چې زه لا ماشوم وم او د خپل بام له سره به مې ليدل، كټ مټ هماغه شان دلته هم زموږ پر سر ولاړ دي. شكر دى چې كله ناكله راباندې د وطن ليونى او مست باد هم ولگي، په ايمان چې زړه مې پرې ښه شي

كمال صاحب لا هماغسې په خوږ نظر د اسمان د ستورو ننداره كوله، چې خوب په خپله غيږ كې ونيوه.

سهار چې له خوبه پاځيده، نو پوره اته بجې وې. د سرمقالې موضوع ترينه هيره شوې وه. د كامران پروگرام ورياد شو. زر زر يې ولمبل، په ولاړه ولاړه يې يوه پياله چاى وڅښلې، د كامران د ښوونځي په لور وخوځيده او چې څنگه د ښوونځي په كوڅه ورسم شو، نو د ښوونځي د لاوډسپيكرنه په اردو ژبه غږ پورته شو:

گلاليو ماشومانو! څرنگه چې د كامران د برياليتوب په وياړ راټول شوي يو، موږ سره په دې پروگرام كې د كامران پلار (كمال صاحب) خصوصي ميلمه دى، خو تر اوسه يې تشريف نه دى راوړى، كله يې چې تشريف راوړ، نو خپله چوكۍ به سمبال كړي. د ښوونځي مدير صاحب ته بلنه وركوم چې ستاسې د لاسونو په پړقا كې ستيج ته تشريف راوړي او د رياست په چوكۍ كيني.

د پروگرام پيل له قومي ترانې نه كوو، هغه چا ته بلنه وركوم چې له اول ټولگي نه

تر پنځم ټولگي پورې د قومي ترانې سرټيم پاتې شوى دى او نن يې موږ او تاسې د برياليتوب په وياړ راټول شوي يو. ستاسې د لاسونو په پړقا كې تشريف راوړي كامران خان.

كمال صاحب په دې وخت كې د ښوونځي بندو دروازو ته رسيدلى و،چې د لاسونوپړقاچې لږه غلې شوه، نو د كامران په خواږه ترنم قومي ترانه پيل شوه چې ويل يې:

پاك سرزمين شاد باد

كشورحسين...