<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-19 17:17:32    
په تونګا کښی ډير زيات چاغ سړی او ښځی شته .

cri

دملګرو ملتو د اړوندو اسنادو او معلوماتو له مخی په نړۍ کښی د دری سوو دوولسو مليونو تنو بدنی وزن له معياری بدنی وزن څخه اوښتی دی او يو مليارډ اوه سوه مليونه تنه خلک بايد چربی کمه کړی .مګر په نړۍ کښی د څو لږ شمير هيوادونو خلک په تيره بياد ښځو چاغوالی د يو يو ډول ښکلا په توګه ګنل کيږی . دغه حالت دجنوبی ارام سمندر په ځينو هيوادونو کښی زيات ليدل کيږی . مثلا تونګا د چاغانو دهيواد په توګه ياديږی . د تونګا خلک په دی وياړ کوی چه ځانونه يی چاغوالی لری .نارينه، ښځی، زاړه او واړه دا نظر لری چه ښکلی ښځی بايد چاغی وی ، غاړه بايد لنډه او ملا بايد پنډه وی ، د دغه هيواد د نارينه و د ونی جګوالی يو اعشاريه اته متره دی او منځنی بدنی وزن يی له نوی کيلو ګرامو څخه اوښتی دی ، د ښځو دونی منځنی جګوالی يی يو اعشاريه شپږ متره دی او منځنی بدنی وزن يی دری اويا کيلوګرامو ته رسيږی .

د تونګا د خلکو په نظر هغه څوک چه ډير چاغ دی ،نو ډير ښکلی ښکاری ، دا مسئله تاريخی علت لری .د تونګا پاچا د دری ديرشو اشرافو په واسطه د ټول هيواد اداره کوی، هر کال دمختلفو ځايونو خلک غواړی چه اشرافو ته ډير ښه خواړه اهدا کړی ، بيا اشرافان له دغو خوراکونو څخه انتخاب شوی ډير ښه خوراکونه پاچا ته اهدا کوی . نو ځکه د تونګا د تيرو نسلونو پاچايان په ټول هيواد کښی تر ټولو نه ښه خوراکونه خوړلی شی ، نو ځکه دوی ډيرچاغ دی.مثلا د اوسنی

پاچا بدنی وزن له يو سلو څلويښتو کيلوګرامو نه اوښتی دی ، کله کله دوو سوو کيلو ته رسيږی . د محلی ځای د ستندرد له مخی هغه ممکنا دتونګا ډير ښکلی سړی ګڼل کيږی . دتونګايانو چاغوالی نور ځينی علتونه هم لری لومړۍ په نژاد پوری اړه لری ځکه چه تونګا د پولينيسياپه خلکو پوری اړه لری ، دغه ډول کسان جګه ونه او غټ وجود لری . دوهم ،دتونګا دخلکو خواړه د نشايسته عمده کښتونه دی او د تودوخی لوړه اندازه لر ی ، دوی د سبو دکرلو او د خوړلو عادت نه لری ،علاوه پردی دوی د ډوډۍ د خوړلو په وخت کښی هيڅ نه وايی او يوازی ډوډۍ خوری ، نو ځکه دوی ډيره زياته ډوډۍ خوری ، دريم په ټول کال کښی دتونګا هوا لږ څه توده وه ، خلک ورزش او سپورت نه خوښوی او د خوب کولو وخت يی ډير اوږد دی چه په نتيجه کښی دننه په وجود کښی زياته چربی ذخيره کيږی ، په دی ډول دوی ورځ په ورځ چاغ شوی دی .