<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-19 18:14:33    
نوميالی غازی

cri

چکنور ملاصاحب

هغه شخصيتونه چه په خپل وخت کی د خپلو ذاتی صفاتو او خصايلو په وجه په خلکو کی نيک شهرت او ښه اعتبار پيدا کوی ، د هيرولو نه دی .

مونږ بايد د دغسې رجالو په حالانو ځان خبر کړواو ځانته دا معلومه کړو چه په دې وطن کی چا د دې وطن دپاره څه کړی دی ؟ملايان خو اوس هم شته او دچکنور د ملا صاحب په وخت کی هم وو چه ځينو به له ده نه کتابونه هم زيات لوستی وو .

د ده په شيخانو او مريدانو کی به هم ځينی زاهد او عابدکسان وو چه حتی له ده نه به يی هم زيات نفلونه کول مګر شاوخوا خاک په ده راټوليدل او دده وعظ و تبليغ ، د ده خبرې او نصيحتونه له نورو نه زيات موثر وو .

زه دا منم چه د روحانيت تاثير ورځ په ورځ په خلکو باندې کميږی او هغه اثر چه د هډې اخندزاده صاحب په خپل وخت کی درلود اوس يی کوم پير او فقير نه لری ږ

اوسنی تعليم او د دې عصر ذهنيت له پخوا نه ډير فرق کړی دی ، مګر له دې خبرې سره دا هم منم چه د هډې صاحب په وخت کی هم ځينی لوی لوی ملايان وو چه علمی مطالعه به يی له ده نه زياته وه بلکه زهد وعبادت به يی هم له ده نه زيات و ، مګر د ده پيروی يی کوله او د ده په طريقه کی داخل وو ږ

د دغه معنوی نفوذ او رسوخ علت او سبب تشخيصول ډيره مهمه خبره ده ، چه بايد د تحقيق خاوندان او سوانح نګاران يی درک کړی او خلکو ته يی وښيی.

پخوا وختونه پريږدی ، دغه زمونږ زمانی ته نژدې وختونو کی دلته ډير علمی او روحانی شخصيتونه پيداشوی او خاوری شوی دی چه د خلکو په افکارو او عقايدو يی تسلط درولود او ډير خلک يی په ځان پسی روان کړی وو .

که څوک دا فکر کوی چه دغو کسانو محض په ظاهری وضع يعنی جای نماز او تسبو او په نفلونو دريدو خلک په ځان راټول کړی وو دا فکر ډير سطحی او سر سری فکر دی ځکه چه ډير خلک ډيره موده په محض ظاهری نمايش نه غوليږی .

که چا دا تصور کړی وی چه يوازې د خولې فصاحت او بلاغت او په وعظ و تبليغ کی مهارت ډير موثر دی دا قضاوت هم کاملاصحيح نه دی .

همدغه اوس به زه تاسو ته يو بی عمله ملا او مولانا دروښيم چه په خوله به ډيرې ښې خبرې او په منبر به ډيرې ښې مسئلې کولی شی مګر د هغه بل شاړ واړ او بی الايشه ملاد خبرو تاثير به د ده په خبرو کی نه وی ږ

همدارنګه خلک يوازی په تش زهد او عبادت دومره ډير نه غونډيږی لکه چه د چا په اخلاقی او عالی صفاتو راعغونډيږی .

چکنور ملاصاحب په باب زه څه خای معلومات نه لرم چه د ده د شهرت او اعتبار ، د روحانی نفوذ او رسوخ هغه اصلی ټکی تشخيص کړم مګر دا راته معلومه ده چه دغه د خير او برکت خاوند په ازادو سرحدنو کی ، په ننګرهار او کابل کی ډير ارادتمندان لرل او ډير وران ويجاړ کارونه په ده سميدل ، ډيرې بدئ او دښمنی ده او ارولی شوی ، ډير خلک يی د غزا لپاره له ځان سره روانولی شول او د ډيرو خلکو لوڼې او خويندې يی بی ولوره په ډير لږ مهر خپلو ميړونو ته ودولی شوی ، ځکه چه هيڅوک يی مخې ته نه دريدل او هرچا ورته د عقيدې له مخې ارادت درلود .

هغه کار چه ده د ازاد سرحد په مومندو او شينوارو کولی شو اوس يی يو رياست قبايل په ډيرو پيسو نشی کولی ، هغه غزا چه ده په تش لاس د خلکو د جذباتو په راويښولو کوله ، يوه عصری فرقه يی په توپونو او ماشيندارو نه شی کولی .

هغه لويی دښمنی ، جګړې او د عوې به چه ده په يو څو خبرو فيصله کولې ، يوه ستره قضايی ټولنه يی هغسې نه شی حل کولی .

دا دومره کارونه چه يو سږی په يوه سر کوی ، هغه سړی بی څه نه وی او د دغسی سړيو پيدا کول څه اسانه کار نه دی ږ مونږ بايد د خپلو عرفانی او روحانی رجالو څيړنه او پلټنه يوازی د دی لپاره ونه کړو چه دوی به د شپې څو رکعته نفل کول او څومره اوراد او وظايف يی لرل ړ بلکه د دوی هغه اجتماعی خدمتونه چه د خلکو د تربيت او پوهولو په لاره کی يی کړی دی څرګند کړو او د دوی د فوق العادګی سر اوراز ولتوو او دا ځانته معلومه کړو چه زمونږ د خلکو روحيات څنګه دی ؟ څنګه خلک په دوی باندی تسلط او نفوذ پيدا کولی شی او د تبليغ له لارې څنګه خلک څه راز خدمت کولی شی ؟ زه د ښاغلی سيال صاحب دغه پلټنه او د چکنور په ملا صاحب باندی څه ليکل د قدر وړ کار ګڼم او نمانځنه يی کوم . سيالان بايد همدغسی وکړی ، سيالی په همدغسی کارونو کی ښه ده !