ژ اکدريد وائي : ژبه د نښانو مانا ده ؛ او مانا ثابته او ټاکلې نه ده. ژبه دانسانانوترمنځ درمزونومنظم اومنل شوۍ شکل دۍ ، چي د ږغونو په توزين ، جوړيږي .دا ږغونه پيچيلي اومتناسب دي .يا په بله مانا ژبني ږغونه د شتون انعکاس دۍ ، چي په قراردادي ډول منځ ته راځي .که د ژبي قراردادي توب ومنو ، بيله شکه به د ژبي ټولنيز توب را برملا شي .دژبي د پيدايښت په اړه له ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي ، ليکني خپري سوي ، اندونه وړاندي شوي ،او بيلا بيلي طرحي او ايزمونه رايج شويدي .په دي لړ کي تر ټولو پخوانۍ بحث د ژبي د پيدايښت په اړه د هيرودوت په اثارو کي ليدل کيږي ،چي پنځه سوه مخزيږدکاله يې ژوند کاوه .نوموړي ليکلي چي : مصريانو خپل ځانونه او د هغوۍ پاچا پاتيک تر ټولو انسانانوخپل خيل اوبيا ځانونه وړاندي ګڼل ،خو وروسته تر يونيمګړي ازمايښت دې پايلي ته ورسيدل چي د ( ريګه قوم ) تر ټولو پخوانۍ دۍ .(( د پاتيک په ازمايښ کي دماشومانودبکس وينامعياروه))
دتاريخي متونو په لړ کي د ژبي د پيدايښت او ازمايښت دا لومړنۍ او پخوانۍيادونه ده . ترهغه وروسته يوناني افلاتون ( ٤٢٧ _٣٤٧ مخزيږد) د کليمو پر منشا اوجرړو تاکيد درلود ، او په ځانګړې توګه پردې مسئله چي د مادي شيانو او د ژبي د لغتونو ترمنځ اړيکي شته او که نه ، او که ژبه يوازي يو قراردادي ټولګه ده ؟ د دې پوښتني په اړه يې زيات ارزښتمن مطالب ليکلي او خپاره کړيدي .دلرغوني يونان اپيکوريان او رواقيان د طبيعي څيزونو يا پيښو او ږغونوترمنځ ورته والي يوه طبيعي او متناسبه رابطه بولي ، چي د ژبي په سيله را څرګنديږي .
ژبه د ټولنپوهانو له نظره يوتعريف او د ژبپوهانو له نظر ه بل تعريف لري او همداډول د بشرپوهني له اصولوڅخه بيا ژبه بله مانا لري چي ښايې په نوروافادو کي هغه مانا ونه لري . د دې سره سره د ژبي يو نسبتا منل شوۍ تعريف دادۍ چي : ژبه د بشري ټولنو په منځ کي دقراردادي ږغونوسمبوليکه اوسيستماتيکه ټولګه ده ؛په دې ترتيب د ژبي په پورتني تعريف کي درې مهم ټکي را څرګنديږي ، لومړۍ داچي :ژبه د بشري ټولنو په منځ کي ... ،دويم د قراردادي ږغونو سمبول ...،اودريم دا چي سيستماتيکه ټولګه ده ؛چي د دې هر ي افادې سپيناوي ته اړتيا شته .
داخبره بيخي څرګنده ده چي ژبه د انساني ټولنو په منځ کي شته ، ښايې داسي نور حيوانات او ژوي به وي چي د غريزې پر بنسټ موزون ږغونه وکاروي ، خو د پوره افادې شتون په هغو غريزوي ږغونو کي نه ليدل کيږي .دابوازي انساني ټولني دي چي خپل په منځ کي د خپلي ژبي د جوړښت سره سم مفاهيم او افادې منځ ته راوړي او بيايې دتعميم اوکارولو چاپيريال برابروي .دويم ارزښتمن ټکۍ د ژبي قراردادي بريښ او سمبول دۍ چي د انسانانو تر منځ منل کيږي او بيا يې د کارولو پر وخت ستونزي نه لري .اودريمه ځانګړتيا يې پرله پسې والۍ دۍ ؛ داټکۍ د وينا له مخي ساده بريښي خو دهغه توضيح په اسانۍ سره نه شي ترلاسه کيدای ، د دې لپاره بايد مثالونوته راوګرځو ، په دي ترتيب چي : هره ژبه ځان ته ځانګړۍ جوړښت لري خو انتظام او سيستم په هره ژبه کي شته د بيلګي په توګه که چيري يوتن خبره داسي پيل کړي چي (( محمود... د...،)) په تشو ځايونو کي داسي مناسب لغاتونه او جملې ځای کړو چي ټاکلې افاده ځني واخستل شي . لکه(( محمودنن داحمد کورته ولاړ))دلته فعل ، فاعل او مفعول ټوله په ترتيب سره وکارول شوه چي دا دژبي سيستماتيک والۍ دۍ ،چي دا سيستم په ټولوژبو کي بيله شکه شته . ښايې چي ځني طوطيان هم داډول جملې وکاروی ، او وويلای شي چي محمود نن د احمد کورته ولاړ، خو داسي نه شي کولای چي د اوښتۍواقعيت انعکاس دي وکړي او هغه داچي طوطي نه شي کولای د محمود پرځاي کلبي او دنن پرځاي د سبا او يا پرون زمانه د اړتيا په صورت کي وکاروي.په دې ترتيب د انسانانو ژبه سيستماتيکه ده ؛ اوس چي په ټوليزه توګه د ژبي په پيدايښت او ږغونو څه ناڅه وږغيدو ، د خپل بحث د بشپړتيا لپاره لومړۍ د افغاستان لرغوني ژبي او بيا يې ليکدودونه را څيړو او سپړو ، ترهغه چي د خپل هيواد په لرغونو ژبو او لرغونو ليکدودونو څه نا څه پوه شو .