<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-20 18:28:36    
د بيجنګ ميترو د چټک انکشاف په حال کښی ده

cri

په دی وروستيو کلونو کښی دچين داقتصاد د چټک انکشاف سره سره د بيجينګ دميترو چارو هم ډير ستر انکشاف کړی دی . د بيجينګ ميترو د بيجينګ د ښار په اقتصادی ابادۍ او د خلکو په ژوندانه کښی ستراو مهم رول لوبولی دی . ميترو خلکو ته زياتی اسانتياوی برابری کړی او دخلکو دپاره يوه ډيره ښه مواصلاتی وسيله ګڼله کيږی .

په ١٩٦٩ کال کښی د بيجينګ په ښار کښی په لومړی ځل ميترو په کار

ولويد ، د نوموړی نيټی څخه تر اوسه پور ی پنځه ديرش کاله تيريږی . داوسنيو څلورو ميترو د کرښو عمومی اوږدوالی يو سلو څوارلسو کيلو ميترو ته رسيږی او د ميترو اويا سټيشينونه شته .هره ورځ د مسافرينو د ليږدولوشمير يی يو مليونو اوه لکو اوه نوی زرو تنو ته رسيږی، کله کله په يوه ورځ کښی دوو ميلونه اوه لکه تنه مسافرين حمل و نقل کيږی . اوږده کرښه ، د ميترو زيات ستيشينونه اود ډيرو خلکو تګ راتګ په اوس وخت کښی د بيجينګ د ميترو دکار خصوصيت دی .

د بيجينګ ميترو داسی عصری سويه لرونکی حلقوی ترانسپورتی سيستم دی چه دچين د نورو ښارونو په نسبت ډير پخوا تر استفادی لاندی نيول شوی دی ، دبيجينګ ميترو يوه داسی حلقوی ترانسپورتی شبکه هم ده چه اوس په چين کښی د ترانسپورت مزل يی تر ټولو نه اوږد دی ، د بيجينګ ميترو داسی تاريخی ريکارډ قايم کړی دی کوم چه په څه د پاسه دری زرو ورځو کښی يی خپل مسافر په روغ رمټ سره ټاکلی ځای ته رسولی دی ، د بيجينګ ميترو د ښاری حلقوی مواصلاتو داداری په برخه کښی د يو لړ موثرو طريقو څخه استفاده کړی او نظامونه يی جوړ کړی دی او

همداراز د بيجينګ ميترو د چين د ښاری حلقوی مواصلاتو په برخه کښی ډير ممتازاو بااستعداد کسان راغونډ کړی دی ، ددغو ټولو له کبله د بيجينګ ميترو دچين دمداری مواصلاتو په ساحه کښی لومړی ځای لری .

اوس چين د عصری ابادۍ پر لوری مخ په وړاندی ځی . په اوسنی زمانه کښی په نړۍ کښی د ټولو پرمختلليو هيوادونو په لويو او منځنيو ښارونو کښی د ميترو د نسبتی مکملی ترانسپورتی شبکی سيستم جوړ شوی دی .ميترونه دعصری عامه مواصلاتو علامت دی او په اوسنی زمانه کښی د لويو او منځنيو ښارونو د عامه مواصلاتو د مسئلی د حل تر ټولو نه ښه انتخاب دی ، مثلا په نيويارک ، توکيو او هانکانګ کښی که خلک د ژوند او کار دپاره دباندی ځی ، تر هر څه لومړی د مواصلاتی الی په توګه ميترو انتخابوی ، همدا راز د عامه مواصلاتو د مسئلی دحل په برخه کښی د چين د ډيرو زياتو لويو او منځنيو ښارونو په وړاندی بله لاره نشته . کله چه اقتصادی شرايط برابر شی ، نو حتما به د ميترو پر لاری روان وی . ريښتيا ده چه د ميترو د ابادۍ پانګه د اقتصاد د انکشافی سويی د لوړتياسره سره په پر له پسی ډول زياته شوی ده .له دی کبله چه ميترونو خلکو ته زياتی اسانتياوی برابری کړیاو ښه موثريت يی را منځ ته کړی دی ، نو ځکه د ښارونو په ابادۍ کښی بايد د ميترو ابادۍ ته په ډيره درنه سترګه وکتل شی او پکښی دی زياتی پانګی واچول شی .

پخوا د ميترو ترانسپورتی حالت ښه تنظم نه و ، دتجهيزاتو سويه

او د کرښو او د ميترو د سټيشينونو چاپيريال يی هم بيلا بيل و ، نو ځکه دغو ټولو دامنيت کار ته زيات مشکلات رسولی وو.، خو د ميترو د کرښو د اوږديدو او د

شبکی د پراخيدو سره يو ځای مونږ بايد ژر تر ژره نوموړی مسئلی حل کړو

اټکل کيږی چه په راتلونکو څوکلونو کښی به د چين په زياتو ښارونوکښی د مواصلاتی نرانسپورت حلقوی سيستم اباد کړای شی .