<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-20 19:02:21    
د چاغوالي د مخنيوي له پاره ټاکلي هدف لري

cri

داړوندو کارپوهانو او ډکترانو په نظر ډير چاغوالي يو ډول مزمن ناروغۍ ده چه دغه ډول ناروغۍ هم مکررأ رامنځ ته کيږي نو تر يوې اندازې پوري د چاغوالي د علاج له پاره اسان کار نه دي ٠ خو د دوي په نظر د چاغوالي د ناروغۍ د علاج له پاره پرته د امنيتي درملونو او ټاکلي جراحي عمليات نه موثره لاره د خوراکونو کنترول او مساعد ورزش کول دي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې په لنډه موده کې د بدن زياته برخه وزن کمول د روغتيا له پاره ګټه نه لري بلکه د وزن د بيا زياتوالي امکان هم لري ٠ نو د علمي څيړنې له مخې د بدن وزن کموالي بايد د ټاکلي وخت د ټاکلي اندازې سره سم سرته ورسيږي ٠ د اړوندو کارپوهانو د وړاندې شوي هدف له مخې ښه به دا وي چه په شپږو يا اتو مياشتو کې د بدن د ا وسني وزن نه په سلو کې له پنځو نه تر لس برخه وزن کم شي يعني په يوه هفته کې له دوو سوو پنځوس ګرامو نه تر پنځه سوو ګرامو پوري کم شي ٠ د دغه هدف د سرته رسولو مقصد دا دي چه له دې لارې لومړي د بدن وزن په سلو کې لږ تر لږه پنځه برخه وزن کم شي ٠ د خبر له مخې دچاغو کسانو د وزن د کمولو نه وروسته به د وينې فشار او په وينه کې قند تر يوې اندازې پورې ټيت او کم شي ٠ دوهم مقصد يي دا دي چه تر وسي پوري د وزن د بيا زياتوالي مخنيوي وشي ، دريم مقصد د چاغو کسانو د ژوند کيفيت ښه والي ومومي ٠ د توجه وړ خبره دا ده چه چاغ کسان بايد دي ته متوجه شي چه په ورځني ژوند کې د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې ځان کنترول کړي او د اوږدي مودي له پاره پر دي ټينګار وکړي چه د ټاکلي اندازي سره سم ډوډۍ و خوري او قند او زيات غوړي لرونکي خوارکونه لږ وخوري څو چه د خپل بدن د وزن د زياتوالي څخه مخنيوي وکړي ٠