<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-21 18:35:16    
تاوده احساسات او مينه ناک زړه هغه په دايمي زلميتوب کي ساتي

cri

ګرانو خويندو ، د ښځې او ټولنې په ننني پروګرام کي به تاسي يو راپور واوري چه عنوان يي دی ، تاوده احساسات او مينه ناک زړه هغه په دايمي زلميتوب کي ساتي ٠

د زياتو هيوادونو په شان د چين د ولسي ازادي بخښونکي اردو په مختلفو قواوو کي هم زياتې ښځينه عسکرانې ليدل کيږي ٠ ځينو اوريدونکو په خپلو خطونو کي هيله څرګنده کړه چه د چين د ښځينه عسکرو رفتار او برخورد معلوم کړي ٠ په دی وروستيو ورځو کي ، خبريالې په بيجينګ کي له يوې متقاعدې ښځينه منصبدارې سره چه ماو دي فان نوميږي مرکه وکړه ٠

ميرمن ماو دي فان سږکال اويا کلنه ده او د تقاعد نه دمخه د چين د ولسي ازادي بخښوونکي اردو په يوه نظامي يونټ کي د فرقې په رتبه يوه هنرمنده وه ٠ په ١٩٩٦ کال کي هغه متقاعده شوه ٠کله چه خبرياله د بيجينګ په لويديځو اطرافو کي د سيانشان غره په لمن کي ددې کور ته ننوتله ، يوه داسي ښځه يي تر سترګو شويده چه د مخ رنګ يي سور او روغتيايي ښکاري ، خوي خصلت يي خوشبين دی، ډيرې خبري لري او لاهم د زلميتوب له حياتي قوې نه ډکه او فيشني هم ده ٠

ميرمنې ماو اول خبريالې ته خپل د کار تجربي رايادې کړي ، هغې وويل __ اواز __

ما په ١٩٥١ کال کي په کار پيل وکړ او په نظامي يونټ کي يوه هنرنده وم او د نڅا کولو اوجوړولو سره مي ډيره مينه درلوده ٠ څرنګه چه هغه وخت زمونږ په هيواد کي د نڅاوو تخصصي ښوونځي نه و ، نو په ١٩٥٦ کال کي زه د دولت له خواچوکوسلواکيي ته وسپارله شوم او د پراګ په موسيقي پوهنځي کي مي د نڅاو

هنر زده کړ٠ خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو نه وروسته ، له نڅاو سره د مينې د لرلو له

سببه هغې پخپله غوښتنه وکړه چه له مرکز بيجينګ نه د يون نان ولايت ته ولاړ شي او د نظامي قواوو د سندرو او نڅاو په هيأت کي يي د ١٥ کالو لپاره کار وکړ ٠ ځکه چه ددې په نظر ،که څه هم د يون نان ولايت د چين د جنوب لويديځې سيمې يو سرحدي ولايت دی او د ژوند شرايط يي سخت وو ، خو هلته څه د پاسه شل ملي اقليتونه شته او د چين د موزيک او نڅاوو د خلاقيت سرچينه ده ٠ هغې هلته د ملي اقليتونو د نڅاوو او موزيک زياته اندازه ابتدايي مواد راټول او تنظيم کړي او د ملي اقليتونو زيات شمير ښې نڅاوې يي جوړې کړيدي ٠ د خپلو پخوانيو تجربو د يادلو په وخت کي ميرمنې ماو هم په په خوشحالۍ سره د وا قوم سندره وويله ٠ ---- سندره ---- ميرمنې ماو د نڅاوو د جوړولو په عين حال کي هم د چين لپاره زيات شمير غوره رقاصان روزلي دي ٠ څرنګه چه هغې د چين د نڅاو د چارو لپاره وتلي خدمتوته تر سره کړي ، نو هان په ١٩٨١ کال کي ددې نوم د چين د هنرمندانو په قاموس کي ليکل شويدو ٠

په ١٩٩٦ کال کي ، ميرمن ماو له نظامي يونټ نه متقاعده شوه ، خو هغه د زياترو متقاعدو سپين سرو او سپين ږيرو په شان په کور کي بي کاره پاتي نه ده برعکس يي د خپل ژوند په لاره کي نوي ګامونه پورته کړل چه د خپلې لور لپاره چه د چين يوه مشهوره هنرمنده هم ده ، د جامو د شرکت اداره وکړي ٠ ددې په نظر ، دا کار نه يوازي د لور د چارو ملاتړ کول دي ، بلکي د خپل عمرد ارزښت د دوام څرګندوي هم دی ٠

ميرمن ماو دي فان او ددې لور دواړه د عامو ښيګڼو له چارو سره ډير تاوده

احساسات لري او هر کله چه هيواد او ولس له مشکلاتو سره مخامخ دي ، دوی هميشه په سخاوتمندانه توګه نغدي او جنسي بسپنې ور کوي او خپل مينه ناک زړه څرګندوي ٠ په ١٩٩٦ کال کي د سختو سيلابونو سره د مبارزې په وخت کي ،دوي د ٢ لکو ژن مين بي يونو په بيه مالونه سيلاب ځپلو سيمو ته ور کړل او د نغدي بسپنې د اندازې له نظره يي په بيجينګ ښار کي دريم لمبر ونيوه ٠ په ١٩٩٨ کال کي ، دوي د ملي اقليتونو د نجونو سره د مرستې لپاره د هيلې په نامه تعليمي پلان کي ګډون کړي او تر دوولسم ټولګي پوري د درس لوستلو لپاره يي د اي قوم له يوې غريبې نجلۍ سره مالي مرسته کړيده ٠

د دغو ښو عملونو د يادولو په وخت کي ميرمنې ماو داسي وويل ---- اواز ----

زما په نظر ، د يوې تعبې په توګه، د طاقت د لرلو نه وروسته ، حتمأ بايد له نورو خلکو سره مرسته وکړم او ځان ته د هيواد د اړتيا په وخت کي بايد خپله قوه وقفه کړم چه دا زمونږ ښايسته مسوليت دی ٠

٠ هغې زياته کړه ،ترڅو چه کار کولي شم ، نو تر هغه وخته پوري به د خپل توان په اندازه د هيواد د انکشاف او د عامو ښيګڼو د چارو لپاره خپل خدمتونه تر سره کړم ٠

ګرانو خويندو ، تاسو همدا اوس يو راپور واوريد چه عنوان يي و ، تاوده احساسات او مينه ناک زړه هغه په دايمي زلميتوب کي ساتي ٠