<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-21 19:14:11    
په چين کي ٥ ډوله واکسينونه له ناروغيو نه د مصونيت په پلان کي شامل شويدي

cri

د سين هوا اژانس خبريال د چين د عامې روغتيا له وزارت نه خبر اخيستي چه په چين کي د بي سي جي ، پوليو ، تورې غاړې _ خناق _ تيتانوس ، شري اود ځګر بي ډول ساري ناروغيو په ضد ٥ ډوله واکسينونه له ساري ناروغيو څخه د ماشومانو د مصونيت په پلان کي شامل شوي چه د سل ، پوليو ، تورې غاړی ، خناق ، تيتانوس، شرې او د ځګر د بي ډول ناروغۍ په ګډون د ٧ ډولو ساري ناروغيو وقايه کولي شي ٠ د دغو واکسينونو د استعمال او توليد لګښتونه د مختلفو درجو د حکومتونو په غاړه دي ٠

د ناروغيو په ضد د واکسين کولو له لارې له ناروغيو څخه د خلکو د ساتلو د سويي لوړول او د ساري ناروغيود وقايي لپاره د مصونيت د کلک مانع جوړول دخلکو په نظرد عامې روغتيا يو داسي وقايوي تدبير ګڼل کيږي چه پانګه اچونه يي لږه ده ، خو ور څخه زياته ګټه اخيستل کيږي اوهم د ساري ناروغيو د کنترولولو او له منځه وړلو لپاره تر ټولو نه موثره وسيله ده ٠ چين د شلمی پيړۍ په اوومه لسيزه کي د ساري ناروغيو څخه د ماشومانو د مصونيت په باب پلان عملي کړي او له هغه وخت راهيسي يي په وار سره په مختلفو ولايتونو ، ولسواليو او علاقه داريو کي هغه هدف سر ته رسولي دی چه ماشومانو ته د واکسين ورکولو ميزان په سلو کي ٨٥ ته رسيدلی او په ساري ناروغيو د ماشومانو د اخته کيدو ميزان هم په لويي اندازې سره کم شوي دی ٠ په ٢٠٠٠ کال کي د نړۍ روغتيايي سازمان تصديق کړي چه چين د

پوليو د ناروغۍ د له منځه وړلو هدف سر ته رسولی دی ٠

که څه هم چين د ساري ناروغيو څخه د ماشومانو د مصونيت په باب د پلان د تطبيق په بهير کي د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه کړي ، خو په واقعي کارونو کي لا هم زياتې مسلې او مشکلات موجود دي ٠ مثلأ اوس په ځينو ځايونو کي د ساري ناروغيو په ضد ماشومانو ته د واکسين ور کولو ميزان لږ څه کم شوي ، ځيني سيمې او ماشومان له واکسين کولو نه بي برخه شوي او په ځينو ساري ناروغيو د ماشومانو د اخته کيدو ميزان لږ څه لوړ شويدی ٠