<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-22 18:39:28    
د نارينه و او ښځې مساوات د ټولنې د ترقۍ څرګندوي دي

cri

نن ورځ نړۍ يوويشتمې پيړۍ ته داخله شوې او د انسانانو په ټولنه کې ستر بدلون او لويه پرمختيا رامنځ ته شوي دي ٠ د خلکو د ژوندانه د سويې د پر له پسي اوچتيدو او د ټولنيز متمدن د بهير په چټکتيا سره د انسانانو په ټوله کې لکه د نارينه و مقام د ښځو په نسبت د لوړوالي او د ښخو په نسبت د تبعيض په شمول په ځينو زړو مفکورو او وروسته پاتي عنعناتو او عادتونو کې ستر بدلون رامنځ ته شوي دي ٠ خو د توجه وړ خبره دا د ه چي له دي امله نوموړي ناوړه زاړه عنعنات او مفکورې د څوزرګونو کالو له پاره راپاتي شوي ، نو اغيزه يي لا هم په يو شمير هغو هيوادو او سيمو کې موجوده ده چه اقتصاد يي نسبت وروسته پاتي دي ٠ لکه په هند کې د ښځو مقام ډير ټيټ دي او په دي هيواد کې ښځې تر سخت تبعيض لاندې دي ٠ يوه بله خبره دا ده چه که څه هم د چين په ځينو هغو سيمو کې چه اقتصاد يي نسبتأ وروسته پاتي دي ، هغه ناوړه عنعنت چه سړي د زوړتيا په حال کې بايد د زوي په اتکا ژوند وکړي او نجونې بي ارزښت ګڼل کيږي ، لا هم ساتل شوي دي ، مګر دغه حالت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د تنفيذ نه وروسته او د چين د خلکو د ژوندانه د سويي په لوړيدو سره ستر بدلون موندلي دي ٠ خصوصأ د چين حکومت او ټولې ټولنې په دي وروستيو کلونو کې د ښځو د مقام د اوچتولو او د نجونو دودې او تربيې د پاملرنې په برخه کې د پاليسيو او اقتصاد لحاظه زيات ملاتړ او مرستې برابري کړي دي ٠ نو اوس د چين په ځينو وروسته پاتي سيمو او کليو کې نوموړ و زاړو عنعناتو لوي بدلون موندلي دي ٠

ميرمن سيي يوي جن او د هغې خاوند ښاغلي لي چيان شون چه د شمال ختيځ چين له يو کلي څخه بيجينګ ته راغلي ، اوس په بيجينک کې کار کوي ٠ ميرمن سيي د بيجينک د شه جن شان په سيمه کې په يو کور کې په خدمتي کار بوخت ده او د هغه خاوند په ساختماني کار لګيا دي ٠ دوي دواړه يوه اته کلنه لور لري او په خپل اجدادي کور کې درس لولي ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونړ خبريال له ميرمن سيي سره د اړوندې عنعنوي مفکورې په باب خبرې وکړې ٠ د هلکانو او نجونو په نسبت د کليوالو د نظريو د يادولو په وخت کې ميرمن سيي وويل چه پخوا په کليو کې هغه مفکوره ټينګه ساتل شوی ده چه په کور کې بايد زوي شته ، که زوي نه وي، د کورنيو د زاړو کسانو ژوند به تامين نه شي ٠ ځکه ښځه اقتصادي مقم نه لري ٠، بايد د نارينه و په اتکا ژوند وکړي ٠ نو په کليو کې زوي د لور په نسبت ډير مهم دي ٠ خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه تاسي يوازي يو ه لور لري ، انديښنه لري که نه ؟ هغې وويل چي اوس په کليو کې نوموړي حالت بدل شوي ، د هيواد د اصلاحاتو او درخلاصون پاليسې د تنفيذ نه وروسته د کليوالو ډيرې پخواني نظريي بدلې شوي ٠ ځکه اوس په کليو کې ښځي د نارينه و په شان د کار له پاره بهر ته تللي او د کار له لارې پخپله پيسې ترلاسه کولي شي ٠ د خپل کور د يادولو په وخت کې ميرمن سي وويل چه لور مي اوس په ښونځي کې درس لولي ، راتلونکي به حتمأ تر ما نه ډير ښه وي او که لويه وي ، ښه کار به پيدا کولي شي ، نو زما له پاره کومه انديښنه نه لري ٠

په اوسنې نړۍ کې د ښخو او نارينه مساوات او د ښخو مقام اوچتوالي د يو هيواد د تمدن د پرمختيا څرګندوي دي ٠ د چين حکومت په دي وروستيو کلونو کې په ټولۀ تولنه کې خصوصأ په کليو کې د نجونو د پاملرنې عمليات ترسره کړي او په دي هکله يو لړ پاليسۍ جوړ کړي دي چه له دې لارې د چين د اساسي پاليسۍ په توګه د نارينه و او ښځو د مساوات په باب د پاليسۍ تطبيقات او مراعات پياوړي شوي دي ٠