چا چه مرحوم غلام حيدر يو ځلی ليدلی دا به بيشکه ومنی چه د خلقت لورينه پرده باندی ډيره زياته وه او بل کور سړی و .
د ده وجود داسې نمود د ولود چه هر چا به يی په ليدو ويلې .
هغه وجاهت چه په ډيرو ګڼو خلکو کی د هر چا نظر ځانته جلبوی د ده ممتازه برخه وه .
زه ناديده سيړی نه يم مګر دا په رښتيا وايم چه تراوسه مې د ده ساری نه دی ليدلی .
دی د معيشت په لحاظ ازاد مشربه ، قلندر صفته سړی و چه هر څه به لاس ته ورتله په لاس کی به يی نه ټينګيده او د سباورځې غم به ورسره نه و .
قرار درکف ازادګان نګير د مال _په ده باندی ډير ښه صدق ګاوه .
د ده پخلی به اکشر دکور نه د باندی و او دميلې بڼه به يی درلوده . مګر کله کله به سړه سناوه او هيڅ به نه و .
کور يی د لغمان په چارباغ کی د سيند په هسکه غاړه و چه بامونه او ديوالونه يی د خټو وو مګر چا ته محقر نه معلوميده او ډير معتبر خلک به هم ورروان و .
زينت المکان بالمکين . د همدغه ځای و صف الحال و ځکه چه د دې کور اکثر غړی د حسن و جمال استازی وو . دی په امانی دوره کی د کابل له منورينو سره اشنا او په دولتی چارو کی شامل و . کله چه اعليحضرت امان الله خان د عمومی اغتشاش په وجه له مينځه لاړ او پخوانی ننګرهار د لغمان او کونړ په شمول د کورنيو جګړو صحنه شوه ، سيد غلام حيدر د اولس چينې مشران په يوه عهد او پيمان متفق کړه چه د يوې مقاولې په امضا کولو په ١٣٠٨ه ش کی چه د تجدد او تنور اکثر منسوبين د ځان په پټولو او د خپل پله په ورکولو مجبور و ، دغه کار خارق العاده کارو .
که څوک کله د افغانستان سياسی تاريخ ليکی او دمشرو طيت او جمهوريت مستقيمې او غير مستقيمې مبارزې يادوی بارو لرم ، چه سيد غلام حيدر به هېڅکله هير نکړی او دغه دکالو سياسی بندی او له محبس نه مدفن ته تلونکی ملی مجاهد به د لوی حق خاوند وګڼی .