دچينی ژبی په اړه د مهمو زده شويو جملو د تکرارولو په هکله ١٢مه برخه
ګرانو اوريدونکواودوستانو، د راډيو او انترنيت له لارې مونږ د چينی ژبې لوست په خاص پروګرام کی چين ته د سفر په هکله لومړنی برخه پای ته ورسوله او دوهمه برخه به هم تاسو ته درزده کړو . تاسو ته د نويو محتوياتو د وړاندی کولو نه مخکی به مونږ په ګډه ځينی هغې مهمې جملې چه په نوموړی لومړنی برخه کی مو زده کړې وې ، يوځل بيا تکرارې کړو . اوس مهربانی وکړئ چه له مونږ سره لاندنی جملی په تکرار سره ولولئ
. Yaoqing
邀请
بلنه
Mingtian wo qing ni chi jiaozi hao ma ?
明天我请你吃饺子好吗?
سبا وخت لری چه جاو زه وخورو؟
Tai hao le ! xie xie !
太好了, 谢谢!
ډيره ښه ده ، مهربانی !
Wo qing ni kan dianying hao ma ?
我请你看电影好吗?
ته وخت لری چه سينما ته لاړشو ؟
Xiexie ni ! buguo wo you ge yuehui .
谢谢你! 不过我有个约会。
ډيره مننه . خو زه يو بل پروګرام لرم .
Gaitian hao ma ?
改天好吗?
بله ورځ به لاړشو ؟
Hao ba !
好吧。
ښه ده .
Wo xiang xiuxi- xiuxi .
我想休息休息。
غواړم چه ارام وکړم .
Wo xiang xi ge zao .
我想洗个澡。
غواړم چه ولامبم .
Wo xiang qv youyong .
我想去游泳。
غواړم چه لامبو ووهم .
Wo xiang qv huabing .
我想去滑冰。
غواړم چه په کنګل باندی منډی ووهم .
Wo xiang qv chuqv zouzou .
我想出去走走。
غواړم چه چکر ووهم .
Wo xiang qv mai dianr dongxi .
我想去买点儿东西。
غواړم چه څه شيان ( څيزونه ) واخلم .
Hao ba .
好吧。
ډيره ښه ده .
Ni shenme dhihou zou ?
您什么时候走?
تاسی به کله لاړشئ ؟
Wo xiang mingtian jiu zou .
我想明天就走。
زما خيال دی چه سبا لاړشم .
Wo xiang xia xingqi hui guo .
我想下星期回国。
زما خيال دی چه په راتلونکی اونۍ کی خپل کور ته بيرته لاړشم .
Wo dasuan mingnian hai lai .
我打算明年还来。
زما خيال دی چه بل کال بيا راشم .
Hao ba , ming nian women zai lai zheli xiangjv.
好吧,明年我们再来这里相聚。
دا ښه خيال دی ، بل کال به دلته بيا سره وګورو .
ګرانو اوريدونکو او دوستانو ، د چينې ژبی نننی لوست په همدی ځای پای ته ورسيد او په راتلونکی لوست کی به نورې مهمی جملې هم تکرارې کړو .