<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-24 14:23:45    
حامد کرزی نوی کابينه جوړه کړيده

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د دسمبر په ٢٣ نيټه د نوی کابينې د غړو ليست اعلان کړيدی٠ د دې نوی کابينې ډير څرګند شخصيت دا دی چه د ملی دفاع او ماليې پخوانی وزيران پکښی نه ليدل کيږی او له نشه ئی موادو سره د مجادلی نوی وزارت جوړشويدی ٠

حامد کرزی په تير اکتوبر کښی د افغانستان د جمهوری رياست په  لومړی ځل مستقيمو انتخاباتوکی د کاميابيدو نه وروسته به تل د کابينې د جوړولو دپاره کوششونه کول ٠ د خلکو لخوا د انتخاب شوی ولسمشر په حيث حامد کرزی د کابينې په جوړونه کښی پوره ازادی لری او د ده دپاره د بيلا بيلو ځايونو له جنګی سردارانو سره مشوره لازمه نه ده چه په دی اثر د يوه نسبتأ قوی مرکزی حکومت د جوړيدو دپاره اسانتيا برابره شوېده ٠ خو محلی سرداران ألبته نه غواړی چه په نوی حکومت کښی د دوی څوکی ګانې له لاسه ورکړی شی ٠ د افغانستان په بيلا بيلو ځايونو کښی سرداران د غوره وسلو په مجهز ځانګړی وسله واله ډله لری او د محلاتو سياسی، مالی او مالياتی واکونه نيسی ٠ د يوې داسی نوی کابينې جوړول چه هم تر ممکنه حده پوری سرداران ورڅخه بی برخه شی ، هم د بيلا بيلو قوتونو انډول به په نظر ونيسی او هم په سالمه توګه به کارونه وکړای شی ، د حامد کرزی دپاره يو مشکل کار ګڼل کيږی ٠

د نوی کابينې د غړو له ليست څخه ليدل کيږی چه حامد کرزی په اساسی توګه د محلی قوتونو مشران له کابينې څخه بی برخه کړی او يو شمير هغه مسلکی شخصيتونه يی په کابينه کښی شامل کړيدی کوم چه مرسته کوونکی هيوادونه او پانګه اچوونکی ورباندی اطمينان لری٠

د افغانستان د ملی دفاع پخوانی وزير محمد فهيم د شمالی اتحاد مشر دی او د طالبانو د رژيم د تر پښو لاندی کولو په بهير کښی يی مهم رول ولوباوه ، خو هغه په نوی کابينه کښی ندی شامل شوی او د ملی دفاع د وزارت پخوانی مرستيال عبدالرحيم ورداک د ده ځای نيولی دی ٠ ښاغلی عبدالرحيم ورداک پښتون دی او په امريکه کښی يی نظامی تربيه ومنله ٠

د شمالی اتحاد يو بل ممتاز شخصيت يونس قانونی چه د جمهوری رياست په انتخاباتو کښی ترلاسه موافقې رائی يی د حامد کرزی نه وروسته دوهم مقام ونيوه ، هم په نوی کابينه کښی شامل نه دی چه دا د عامه افکارو دپاره غيرمنتظره ده٠ ځکه چه څيړونکو شخصيتونو تل دا نظر درلود چه قانونی به په نوی کابينه کښی خپل ځای ولری٠

د افغانستان د لويديځې سيمې لوی مشر اسماعيل خان د اوبو لګولو او انرژۍ د وزير په حيث مقرر شويدی٠ هغه يو متنازع  شخصيت ګڼل کيږی چه له يوې خوا د ځينو کسانو په نظر هغه پر انسانی حقوقو باندی د تيری کولو عملونه لری، خو له بلې خوا د ده تر ادارې لاندی له څو کالو راهيسی د افغانستان د لويديځو  ولايتونو اقتصاد چټک انکشاف موندلی دی٠ د ځينو څيړونکو شخصيتونو په نظر د اسماعيل خان  د مقرۍ په اثر به شخړې رامنځ ته شی او امکان شته چه د لويديځې خوا هيوادونه به ورسره مخالف نظر ولری٠

برسيره پردی ، د افغانستان د اساسی قانون له مخی، د کابينې غړی بايد د نورو هيوادونو تابعيت و نه لری او لږ تر لږه دی د ليسانس علمی درجه ولری ٠ د دی ټاکنې له امله د کابينې جوړولو په برخه کښی حامد کرزی ته ستونزه ورسول شوه ٠ خو په پای کښی ده ښه منځګړی فيصله کړيده ٠ د افغانستان د يوه حکومتی مامور په قول ، د نوی کابينې زيات نوی غړی مسلکی شخصيتونه دی او ځينو هغو سياسی شخصيتونو چه د زده کړی درجه ئی د ليسانس درجی ته نده رسيدلې ، د وزير څخه د ماموريت ټيټه وظيفه ترلاسه کړيده ٠ څو چی دوی ډير مايوس و نشی٠

د حامد کرزی نوی کابينه يو بل د توجې وړ خصوصيت هم لری چه د نشه ئی موادو د له منځه وړلو دپاره پکښی له نشه ئی موادو سره د مجادلې وزارت جوړ شويدی٠ د ملګرو ملتو د تازه احصائی له مخی ، په افغانستان کښی د کوکنارو د کرلو پيمانه له څو کالو راهيسی په بيړې سره پراخه شوې او افغانستان د کولومبيا په ځای په نړۍ کښی د نشه ئی موادو تر ټولو لوی توليدی مرکز ګرځيدلی دی ٠ په ٢٠٠٣ کال کښی د کوکنارو کرنې او د ترياکو تجارت افغانستان ته د دوه مليارډو دری سوه مليونو امريکايی دالړو په اندازه عائدات رسولی چه دا اندازه د هغه هيواد د کلنی عائداتو له نيمې برخې څخه هم اوښتې ده ٠ په افغانستان کښی د نشه ئی موادو د کښتونو د کرنې او تجارت له منځه وړل يوه داسی مسئله ده چه له تروريزم سره له مجادلې کولو او د بيوزليتوب له ليری کولو سره نژدی اړيکی لری ٠ له نشه ئی موادو سره د مجادلې د وزارت د جوړيدو په اثر به د کوکنارو کرنې او د نشه ئی موادو چمتو کولو ته لا سخت ضربت ورسول شی ٠